تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې د نړۍ تر ټولو ارزان بیه انټرنېټ
یوې څېړنې موندلې چې هند د نړۍ تر ټولو ارزان بیه انټرنېټ خدمتونه وړاندې کوي.
دغه څېړنه د انټرنېټ کارولو یوې جي بي یا ګیګا بایټ بیه پرتله کړې.
دا بیه په بریتانیا کې ۶.۶۶ ډالره او په هند کې بیا یوازې ۰،۲۶ ډالره ده.
په افغانیو دا په بریتانیا کې ۱ جي بي په ۵۰۰ افغانۍ او په هند کې بیا په ۲۰ افغانۍ کېږي.
په دغه څېړنه کې د نړۍ د ټولو هېوادونو د انټرنېټ نرخونه څېړل شوي وو.
افغانستان په دغه لست کې په ۸۴ ځای کې دی، په دې مانا چې انټرنېټ نه په کې ډېر ګران او نه هم د هند په څېر ارزانه دی.
په لویدیځه اروپا کې د انټرنېټ تر ټولو ټیټ نرخ په فنلنډ کې و چې یوه جي بي انټرنټ په کې ۱.۱۶ امریکا ډالره دی.
په ختیځه اروپا کې بیا پولنډ تر ټولو ارزانه انټرنېټ لري چې یوه جی بي یې په ۱.۳۲ ډالره یا ۱۰۰ افغانۍ کېږي.
د نړۍ پنځه هېوادونه چې ۱ جي بي انټرنېټ پکې تر ټولو ارزانه دی:
هند: ۰.۲۶ ډالره یا ۲۰ افغانۍ
قرغزستان: ۰.۲۷ ډالره یا ۲۱ افغانۍ
قزاقستان: ۰.۴۹ ډالره یا ۳۷ افغانۍ
اکرایین: ۰.۵۱ ډالره یا ۴۰ افغانۍ
روانډا: ۰.۵۶ ډالره یا ۴۲ افغانۍ
د نړۍ تر ټولو ګران انټرنېټ بیا په زمبابوې کې دی، یو جي بي انټرنېټ په ۷۵.۲۰ ډالره یا ۵۶۶۰ افغانۍ دی.
د انټرنټ بنډل یا پکېچ
زمبابوۍ د نړۍ تر ټولو ګران بیه انټرنېټ لري، په دې هېواد کې یو جي بي انټرنټ په ۷۵ امریکایي ډالر دی.
افریقا داسې وچه ده چې انټرنټ په کې تر ټولو کم بیه او تر ټولو ګران دی. د بېلګې په توګه په رواندا، سوډان او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د یو جي بي انټرنېټ بیه کابو ۱ امریکایي ډالر ده، خو په زمبابوې، سنټ هیلینا کې بیا له ۵۰ ډالرو هم لوړه ده.
اسیا کې د نړۍ تر ټولو ارزانه بیه د انټرنېټ خدمتونو وړاندې کوونکي هېوادونه لري.
دا چې په نړۍ کې د انټرنېټ نرخونه ولې دومره توپېر کوي لاملونه یې بېلابېل دي.
څېړونکي وایي ځینې هېوادونه د موبایل انټرنېټ ښه بنسټونه لري او کولی شي انټرنېټ په ټيټه بیه وړاندې کړي. نور د کېبلي انټرنېټ پرمختللې شبکې او بنسټونه نه لري بیا تر ډېره یې اقتصاد په انټرنېټ تړلی او حکومت هڅه کوي بیې ټيټې وساتي چې خلک یې وس ولري.
بل پلو بیا هغه هېوادونه چې تر ټولو ګران بیه انټرنېټ لري هلته د انټرنټ او کېبلونو بنسټونه نشته او یا هم د انټرنېټ کارونه ډېره لږ ده.