تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ډاکټر سره مخامخ لیدل ښه دي که انلاین؟
- Author, پاردېګ بېلټن
- دنده, د بي بي سي تکنالوژۍ برخې خبریال
د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلک نن سبا انلاین روغتیایي خدماتو ته ډېر لېوال او خوشحال دي. ځینې خو ان له خپل ډاکټر سره هم انلاین ګوري او پر انټرنېټ ورسره سلا مشوره کوي.
ناروغان د سهولت له کبله انلاین ډاکټر ګټور بولي. خو په ډاکټرانو کې هم د انلاین روغتیایي خدماتو پلویان شته.
دوی ټینګار کوي چې د نړۍ نفوس په ډېرېدو دی او په ګڼو هېوادونو کې روغتیایي خدمات تر فشار لاندې دي.
په داسې سرایطو کې انترنېټ ناروغان لیدل یا یې معاینه کول او بیا سلا مشوره ورکول د ډاکټرانو کار اسانوي.
دلته خبره یوازې د سهولت نه ده. دا چاره نورې ډېرې ګټې هم لري، لکه د وخت او پیسو سپما.
د هغو ناروغانو لویه برخه چې یو ډاکټر یې په ورځ کې ویني، د کومې نوې ستونزې یا معاینې لپاره نه وي راغلي، بلکې یوازې ډاکټر ته د تېرې اونۍ حال ورکول غواړي.
کارپوهان وایي، دا ډول حال پوښتنه، سلا مشوره، د درملو سپارښتنه او ګڼ نور کارونه پر انټرنېټ هم کېدلی شي.
د دې کارونو لپاره ناروغ اړ نه دی چې روغتون یا معاینه خانې ته ولاړ شي او له ډاکټر سره مخامخ وګوري.
په دې توګه هم ډاکټر او هم ناروغ خپل وخت سپموي، او یو څه پیسې هم بچت کوي.
راځئ چې د سویډن هېواد بېلګه را واخلو. هلته ډاکټران وایي چې ۴۵ سلنه ناروغان داسې دي چې مخامخ د ډاکټر لیدو ته اړتیا نه لري، او ټول کار یې پر انټرنېټ کېدلی شي.
څېړونکي وایي، پر انټرنېټ روغتیایي خدمات د مخامخ خدماتو پرتله کابو ۶۶ سلنه ارزانه تمامېږي.
یوه بله ستونزه دا ده چې د نړۍ په کچه د ډاکټرانو شمېر مخ په کمېدو دی. اټکل کېږي چې په ۲۰۳۰ کال کې به امریکا د هغه وخت لپاره تر ټاکل شوې کچې ۵۰ زره کم ډاکټران ولري.
په اسیا کې هم د ډاکټرانو کمي خلک اړ ایستلي چې پر انټرنېټ روغتیایي خدماتو ته مخه کړي. د دې کار لپاره اوس په زیرکو تیلیفونونو کې اپلیکېشنونه کارول کېږي.
د شتمنو سوداګرو هم دې نوي کاروبار ته پام شوی، او په انټرنېتي طبي اپلیکېشنونونو کې یې ملیاردونه ډالره پانګونه کړې ده. دوی پوهېږي چې خلک د سهولت لپاره پیسو لګولو ته چمتو دي.
ویل کېږي چې په امریکا کې د هغو خلکو تر نیمایي ډېره برخه چې عمرونه یې د ۲۲ او ۳۸ کلونو ترمنځ دي، له انټرنېتي روغتیایي خدماتو ګټه اخلي.
ځوان نسل غواړي له ډاکټر سره د لیدو وخت یې د دوی په خپله خوښه وي. دوی د خپلو مشرانو په څېر اوږد انتظار ته غاړه نه ږدي. خلک غواړي د ډاکټر لیدل دې هم د ژوند د نورو چارو په څېر ساده او اسانه وي.
په ۲۰۱۷ کال کې په امریکا کې ۲۳ ملیونه کسانو له انلاین روغتیایي خدماتو ګټه اخیستله. اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۲ کاله به دا شمېر ۱۰۵ ملیونه کسانو ته ورسېږي.
خو په ځینو هېوادونو کې د دې نوښت پر وړاندې ننګونې هم شته. د بېلګې په توګه په برېتانیا کې د خلکو د مالیې پیسې په روغتیایي خدماتو لګول کېږي. هر روغتون یا کلینک چې څومره ناروغان معاینه کوي یا یې درملنه کوي، په هماغې کچې دولت پیسې ورکوي.
دا په دې معنی ده چې که په عادي ناروغیو اخته کسان روغتون ته تږ پرېږدي، دولت به د دوی برخه پیسې هم روغتون ته نه ورکوي. له دې سره د روغتونونو عمومي بودیجه راکمېږي، او دوی بیا د هغو ناروغانو د درملنې لپاره هم ښایي پیسې ونلري چې په جدي ناروغیو اخته دي او درملنه یې ډېرې پیسې غواړي.
نو که یوې خوا ته ډېر ډاکټران د ناروغ د مخامخ لیدنې پلویان دي، نور بیا وایي چې دا مخ خو پر انټرنېټ هم ښکاري.