که ډېر عمر او روغتیا غواړئ، فایبر وخورئ

    • Author, جېمز ګلېګر
    • دنده, د بي بي سي روغتیا چارو خبریال

ایا غواړئ د داسې خواړو په اړه مالومات درکړم چې عمر مو ډېرولی شي؟ دا داسې خواړه دي چې د زړه د حملې شونتیا کموي او د شکرې او نورو ناروغیو مخه نیسي. دا خواړه مو وزن کم ساتي، د وینې فشار مو ټیټ ساتي او همدا راز په وینه کې مو د غوړو کچه کنترولوي. بله ښېګڼه یې دا ده چې ارزانه دي او هر بازار یا مغازه کې یې په اسانۍ موندلی شئ.

فایبر یادوم. هغه خواړه چې پورته یادې شوې ټولې ګټې او ښېګڼې لري.

یوې پراخې نړیوالې څېړنې موندلې ده چې په دې ټولو ګټو سربېره بیا هم د نړۍ د وګړو په خواړو کې د فایبر کچه کمه ده، یعنی هغومره نه خوړل کېږي چې پکار ده.

د څېړونکې ډلې پروفیسور جان کمېنګز بي بي سي ته وویل، فایبر خورا ډېرې ګټې لري او خلک باید تر خپله وسه له دې خواړو ګټه پورته کړي.

د نیو زیلنډ د اوټاګو پوهنتون او د برتانیا د ډنډي پوهنتون څېړونکي وایي چې یو کس باید په یوه ورځ کې لږ تر لږه ۲۵ ګرامه فایبر وخوري.

دوی وایي، که مو ورځ کې له ۳۰ ګرامو پورې فایبر وخوړل نو ګټې به یې لا ډېرې وي.

فایبر په څه کې موندل کېږي؟

طبعاً چې دا مهمه پوښتنه ده. تر ټولو ډېر فایبر په مېوې او سبزیجاتو کې موندل کېږي. لوبیا، دالونه، وچه ډوډۍ، پاستا، نخود او هر ډول وچه مېوه په کافي اندازه فایبر لري.

د فایبر ترلاسه کولو لپاره باید په خپلو پخلي خواړو کې ځینې بدلونونه هم راولئ. د بېلګې په توګه کولی شئ چې الوګان یا کچالان له پوستکي سره وخورئ. د سپینو وړو د ډوډۍ پر ځای کولی شئ چې د تورو وړو وچه ډوډۍ وخورئ.

له سلاد سره د لوبیا یا نخودو ګډول یې یوه بله اسانه لار ده. تر ډوډۍ وروسته تازه یا وچه مېوه هم کافي فایبر درکوي.

پخوا داسې ګومان کېده چې فایبر د انسان په وجود کې کوم خاص ګټور کار نه کوي، او یوازې د هاضمې له نظامه تېرېږي او بیا استخراج کېږي.

خو فایبر په لویه معده کې هغه باکتیریا فعاله ساتي چې بېلابېل ګټور انزایمونه تولیدوي.

دا تازه څېړنه ثابتوي چې فایبر په اوږد مهال کې ګټور خواړه دي او د انسانانو عمر ډېرولی شي.