روسیه به انټرنټ د لنډمهال لپاره بند کړي

روسیه پلان لري د یوې لنډې مودې لپاره ځان له نړیوالې شبکې انټرنټه وشلوي. دا د راتلونکې سایبري جګړې لپاره د پلان جوړونې یوه برخه ده.

دا ازموینه په دې معنا ده چې د روسي وګړو او ادارو ترمنځ یې تبادله کېدونکي معلومات په ملي سطحه ساتل کېږي او نړیوالې شبکې سره نه شریکېږي.

تېر کال د روسیې پارلمان داسې یو قانون وړاندې کړ چې تخنیکي بدلونونه باید په خپلواک ډول کار وکړي.

ازموینه به د اپرېل تر لومړۍ نېټې وړاندې ترسره شي خو کره نېټه یې لا نه ده په ډاګه شوې.

لوی اخلال

وړاندې شوي قانون کې چې د ډیجیټل اقتصاد ملي پرواګرام نومېږي راغلي روسیه باید ځان ډاډه کړي چې خپل انټرنټي سیسټم یې په ځان دومره بسیا وي چې که کومه ورځ بهرني قوتونه پر دوی انټرنټ پرې کړي پر دوی اغېز ونه کړي.

ناټو او ملګرو یې پر روسیې وروسته له هغه د بندیزونو خبره وکړه چې دغه هېواد څو څو ځلې په سایبري بریدونو تورن شو.

د دغو تدبیرونو کې یوه برخه دا هم ده چې روسیه ځان ته خپل انټرنټي ادرس جوړ کړي چې ان ډي اس نومېږي او په هغه صورت کې چې په نړیوالو موقعیتونو کې له سرورونو سره اړیکي له منیځه ولاړې شي اغېزمن نشي.

اوسمهال ۱۲ ادارې د ډي ان اس اصلي سرورونو کار څاري چې یوه یې هم په روسیې کې نه ده. خو د انټرنټ د اصلي ادرس ډېری کاپیانې همدا اوس دننه په روسیه کې دي او کېدی شي د روسیې پر ضد د کوم اقدام په صورت کې څه اخلال نشي.