تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چینایان اسمان ته جعلي سپوږمۍ استوي
یوې چینايي کمپنۍ د شپې مهال لارو کوڅو رڼولو لپاره په فضا کې د (جعلي سپوږمۍ) ټومبلو پلان اعلان کړی دی.
دولتي ورځپاڼه پیپلز ډیلي وايي، چینګدو کې د فضايي څېړنو یوه شخصي انسټیټیوټ غواړي ۲۰۲۰ پورې دغه 'ځلاند سټیلایټ ' فضا ته وتوغوي او دا به دومره رڼا کوي، چې د شپې مهال به لارې کوڅې رڼا کړي.
د دغه انسټیټوټ یوه کارکونکي وو چونفینګ له قوله ویلي، چې د دغې تکنالوژۍ پر طرح له کلونو راهیسې تجربې کېدې او اوس چمتو شوې، چې له ۲۰۲۰ مخکې فعاله شي.
ورځپاڼې د نوموړي له قوله لیکلي، درې (لویې هندارې) به ۲۰۲۲ پورې پورته شي. تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه پروژې سره د حکومت ملاتړ هم شته او که نه.
په رپوټ کې داسې څه نه دي ویل شوي، چې دغه جعلي سپوږمۍ به څنګه وي، خو ښاغلی وو زیاتوي، دا به له لسو تر ۸۰ کیلومترو پورې سیمه کې د لمر وړانګې منعکسوي او د نوموړي په وینا رڼا به یې د اصلي سپوږمۍ پرتله 'اته برابره ' ډېره وي.
نوموړی وايي، د دغې سپوږمۍ رڼا به کنټرولېدای هم شي.
انسټیټوټ چارواکي وايي، د دغې سپوږمۍ پورته کولو هدف دا دی، چې پر سړکونو د شپې له پلوه د بلو برېښنايي څراغونو ځای ونیسي او د برېښنا لګښت وسپمول شي.
ورځپاڼه د ښاغلي وو له قوله کاږي، چې د دغې سپوږمۍ له لارې د پنځوس مربع کیلومتره سیمې رڼا کول به هر کال ۱۷۳ میلیونه ډالر وسپموي او دغه راز به د زلزلې او نورو طبیعي بحرانونو پر مهال هغه سیمې رڼا کړي، چې برېښنا مزي پکې له منځه ځي.
بل لور ته ګلاسګو پوهنتون کې د فضايي انجنرنګ څانګې یو استاد ډاکټر ماټیو سیریوتي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، له ساینسي پلوه دا ممکن ده او د شپې مهال برېښنا چې ډېره ګران بیه ده، نو په اوږده مهال کې به ښايي د سپما لپاره دا خورا مناسپه پانګونه وي.
خو نوموړي زیاتوي، یوازې ستونزه دا ده، چې د دغې سپوږمې د رڼا لوری باید ډېر کره واوسي:
''که مثلاً غواړو یوه لس کیلومتره سیمه رڼا کړو او د سپوږمۍ ځاي پر ځای کولو کې د یوې درجې سلمه برخه هم کوږوالی راشي، نو داسې وګڼه چې رڼا به مو بل لور ځای ته مخامخ کړې وي. ''
یو شمېر چینايي ساینسپوهان وايي، دغه سپوږمۍ به طبیعي حیات ته زیان نه رسوي، خو په چین کې د خواله رسنیو ځینې کاروونکي اندېښمن دي، چې په وینا یې د چین ښارونو کې وار له مخه تېزو رڼاګانو طبیعت له بحران سره مخامخ کړی دی.
ډاکټر ماټیو سیریوتي په دې اړه وايي، که رڼا ډېره تېزه وي، ښايی پر حیواناتو او نور طبیعت ناوړه اغېز وکړي:
''خو برعکس که یې رڼا ډېره تیته وي، بیا یې نو هدف څه دی؟ ''