تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فېسبوک راته وايي چې څومره وخت باید ورسره تېر کړو
- Author, نورمحمد سعید
- دنده, بي بي سي لندن
فېسبوک او انسټاګرام اعلان کړی چې کاروونکي به یې تر دې وروسته وکولی شي چې په ورځ کې د خپلې خوښې د یو ټاکلي وخت لپاره دا شبکې وکاروي.
دوی دغه اقدام له هغه وروسته کوي چې د دې شبکو تر اندازې ډېرې کارونې په اړه په دې وروستیو کې اندېښنې راپورته شوې.
کارپوهان وایي، له خواله رسنیو سره ډېر وخت تېرول پر ذهني روغتیا ناوړه اغېز کوي.
له دې وروسته به د دغو پاڼو لیدونکو ته معلومېږي، چې څومره وخت یې د پاڼې پر لیدلو تېر کړی دی او دوی به د ځان لپاره مشخص وخت ټاکي چې تر د څومره وخت لپاره باید له دې خواله رسنیو سره بوخت واوسي.
د ټاکلي وخت له رسېدو وروسته به سسټم پخپله خبرداری ورکوي.
فېسبوک د ۲۰۱۷ کال دسمبر کې یوه بلاګ لیکنه کې پر دغه پاڼه د ډېر وخت تېرولو منفي اغېز په اړه لیکلي وو.
د فېسبوک ادارې ماهرینو په وینا پر فېسبوکپاڼه د ځغلنده نظر تېرولو یا د نورو پیغامونو تر لوستلو غوره دا ده، چې له خپلوانو یا دوستانو سره پیغامونه تبادله شي او یا خپل نظر څرګند شي.
لندن مېشتې هنرمنه سایره خان وايي، د فېسبوک او انسټاګرام نوی سسټم به ځوان کول ته ګټور وي.
''ګومان کوم موږ ته له خواله رسنیو ګټه نه رسېږي، نو ډېر وخت ورسره تېرول بې ګټې دي او له دې کبله به د فېسبوک او انسټاګرام نوی سسټم ګټور وي، چې موږ ته د وخت ضایع کولو مخنیوي احساس راکړي. ''
خو ځینې کسان په دې باور دي، چې دغه چاره به ډېره ګټوره نه وي
د اکسفورډ انټرنټ انسټیټوټ ګرانټ بلانک وايي:
''زه ګومان نه کوم، چې دا به کوم لوی بدلون وي او یا به رښتیا د هغو ډېرو خلکو چلند کې څرګند بدلون راولي، چې له فېسبوک او انسټاګرام سره وخت تېروي.''
نوموړی زیاتوي:
''بلکې ماته خو داسې ښکاري، چې دوی د امکان تر حده پر فېسبوکپاڼه د خلکو بوخت ساتلو له لارې د خپلو ګټو بېلانس کولو لپاره داسې کوي.''
خو ځیني کسان دې ګام ته په ښه نظر ګوري.
افغان ورځپاڼه لیکونکی او فېسبوک کاروونکی اباسین بریال د خواله رسنیو له لوري د وخت په تړاو خبرداری د ساعت زنګ ته ورته ګټوره چاره بولي، چې وايي، 'له ورځني مهالوېش سره سم مو د اړینو چارو لپاره له خواږه خوبه ویښوي:
''خواله رسنۍ، په تېره فیسبوک د وخت په مصرف کې ډېر زیاتی کوي، د معلوماتو له درکه او د خپلو معلوماتو او یاداشت د شریکولو ترحده ګټور دي، خو دا یو ډول اعتیاد هم لري او اعتیاد په محدودیت لګولو سره رفع کېدای شي. شخصا د ځان لپاره زه دا نوی احتمالي ترتیب ګټور ګڼم چې آلارم راکړي.''
هلته د امریکا میشي ګن پوهنتون هم د خواله رسنیو د کارونې په اړه یوه تجربه کړې.
د پایلو له مخې، هغه خلک چې تر لسو دقیقو پورې بې ترتیبه د فېسبوکپاڼه ګوري، 'خورا بې خونده' مزاجونه لري.
د دوی پرتله هغه خلک چې پر فېسبوک ملګرو ته پیغامونو لېږي یا پر دغه پاڼه د لیکنې کوي، خوش مزاجه دي.
د وخت ضایع کول
ایم شیلډون چې د ژوند طرز په هکله ویډیويي بلاګ چلوي بي بي سي ته وویل، پر انسټاګرام یې د ملګرو حال احوال اخیستل د کار او ژوند برخې دي، خو په وینا یې:
''فکر کوم دا یوه ستونزه ده، ځکه له دې ورهاوخوا موږ خپلو تیلیفونونو ته محتاج یو چې تکیه پرې وکړو او د خواله رسنیو پاڼو کې ګرځو.''
ایم مني، چې خپله د خواله رسنیو له لوري د وخت تېرېدو په تړاو وریادوول یا الارم به ګټور وي، ځکه په خبره یې:
''دا به یو ډول پورې وهل وي یا سکونډل وي، چې بس دی نور دې تیلیفون یوه څنګ ته کېږده! که له یوه لوري غږ راځي، چې له تېرو شپږو ساعتونو راهیسې دې سترګې دغې پاڼې ته نیولې دي، زه به طبعاً وایم، بس دی، دا نو د وخت ضایع کول دي.''
د طب ډاکټر او ناول لیکونکی محب الله زغم وايي، نوی سسټم به د وخت وېش له پلوه ګټور وي:
''کله کله فيسبوک ته په دې نيت ننوځم چې لس يا شل دقيقې وروسته به يې بېرته بندوم خو يو وخت مې پام شي چې څلوېښت دقيقې په کې نښتی يم او سترګي مې سوځي او سر مې دروند دی. کله خو داسې هم شي چې پلان کړي کار ته مې بيا حوصله نه وي پاتې.''
ماهرین وايي، د خواله رسنیو شرکتونه باید د ځیرکو موبایلونو یا ورته الاتو پر بې کچې استعمال د ځوان کول له روږدي کولو ډډه وکړي.
د انګلستان لپاره د ماشومانو کمشنرې ان لونګفیلډ ټیلیګراف ورځپاڼې ته دا وروستیو کې ویلي که د خلکو بوخت ساتلو لارې چارې له منځه نه وړل کېږي، لږ تر لږه باید کموالی پکې راوستل شي:
د هغې په وینا
''انټرنېټ روږدیتوب لري. اصول یې داسې جوړ شوي، چې په پټه خوله مو روږدي کوي. که دا هغه کوچني ټکي دي، چې درته ښيي، څوک پیغام لیکي او که یو ټیوب ویډیوګانې دي چې یوه په بله پسې خپریږي.''
بل لور ته فېسبوک او انسټاګرام اوس وايي، نوی سسټم یې د رواني روغتیا له ماهرینو او ادارو سره په همغږۍ جوړ کړی دی.