هغه ماشومان چې "وېروونکي" غږونه اوري

د عکس سرچینه، .
دوولسو کې یو ماشوم فکر کوي پرلپسې داسې غږونه اوري چې نشته.
ځینې وخت دوی ته دا غږونه وايي، چې بې ارزښته دي.
اوس نوې څېړنه ښيي چې دې غږونو ته د لویانو غبرګون یا د ماشومانو دې اندېښنې ته د لویانو توجو یا نه توجو هغه غږونه اغېزمنولی شي چې دغه ماشومان یې راتلونکي کې اوري.
لورا مولډینګ هم دا ډول غږونه اوري هغې بي بي سي ته وویل، لکه چې یوه بیروباري خونه کې یې، تل داسې غږونه اورې چې تا ته کېږي.
۲۱ کلنه لورا له ماشوماتوب نقریباً پرلپسې خپل شاوخوا ته غږونه اوري:
"دا د نرانو او ښځو، لویانو اوکوچنیانو ګډ غږونه دي یو غږ هم د ډاکټر هو د سریال د یوه کرکټر د غږ په څېر دی".
"بس دا وايي، چې زه تل ډېره بې ارزښته یم".
لورا له درې کلنۍ راهیسې دا غږونه اوري.
هغه د نیا نیکه د کور پوړۍ(ځینه) کې ناسته وه چې د زمري او یږې غږ یې د ماشومانو تلوېزون له پروګرام واورېد، چې بیا بیا یې ورته ویل"نیسم دې، نیسم دې،"
هغه وايي دا غږونه اورېدل ورته ډېره وېروونکې پېښه وه.
خو کله چې یې اول ځل له مور پلار سره دا خبره شریکه کړه، نو دوی فکر کاوه چې لور یې د خیالي ملګرو په هکله خبرې کوي.

د عکس سرچینه، .
لور د مور پلار د دې باور له امله هغوی نه ملامتوي، خو د څو نورو کلونو لپاره یې په دې تړاو له کوم لوی کس سره په دې تړاو خبرې ونه کړې.
اټکل کېږي چې دوولسو کې یو ماشوم پرلپسې د اورېدنې وهم لري، یا په بله ژبه وېروونکي غږونه اوري.
د برتانیا په مانچېسټر میټروپولېټن او مانچسټر پوهنتونونو کې اول ځل څېړونکو پر دغو ماشومانو چې وېروونکي غږونه اوري او د دوی پر پلرونو څېړنه کړې.
دوی موندلې چې دغې ستونزې ته چې غټان څرنګه رسیدګي کوي په راتلونکې کې د ماشومانو د غیبي یا وهمي غږونو پر څرنګوالي اغېز لرلی شي.
په ۱۵ کلنۍ کې لورا متوجه شوه چې دې وېروونکو غږونو سره مقابله ورته خورا سخته شوې ده.
مور یې د روغتیايي مشورو ډاکټر ته بوتله چې درملنه یې ومومي.
هغه وايي، ځان مې ژوبلاوه او دا زما لپاره بوږنوونکې شیبې وې.
"ور سره لاس ګرېوان وم، غږونه ډېر لوړ و، ډېر وېروونکي او ډېر سپکوونکي و، داسې څه و چې ور سره مې مقابله نشوه کولی".
د مور غږ اورېدل
دغه څېړنه ښيي، که څه هم د لورا په څېر ډېرو ځوانانو ته به ته د دې غږونو اورېدل بده تجربه وي، خو نورو ته دا ډول غږونه ډاډمنوونکي او ان بوختوونکي دي.
دغو څېړونکو له ځلموټو او د دوی له پالونکو یا مور او پلار غوښتنه کړې چې له اړوند تجربو مفصل پوښتنلیکونه ډک کړي.
ټیا دیارلس کلنه ده او خپل اصلي نوم نه ښيي.
له دا ډول غږونو د هغې تجربه له لورا سره یو مخ توپیر لري.
اووه کلنۍ کې یې اول ځل پام شو داسې څه اوري چې نور یې نشي اورېدلی.
هغه وايي، د خپلې مور غږ یې بېخي ډېر اورېده.
هغې به له لرې د سړیو چغې هم اورېدلې او یو ځل د برېښنا مټې یا پایې سندرې واورېدلې.
دغو غږونو به ټیا تر ډېره خندوله، خو کله کله به یې ښوونځي کې له ستونزې سره مخ کوله.
"یو غږ زما شاوخوا تاوېد، ډېره یې خندولم او د غلي کولو لپاره مې ورته بد رد ویل".
ډېر ماشومان د تروما یا یو ډول رواني ضربې تر تېرولو وروسته اول ځل دا ډول غږونه اوري
د ټیا مور الیس- چې اصلي نوم یې نه دی- وايي، مزمنه ناروغي لري او فکر کوي چې د تیا سټرس یا تشویش د دې ناروغۍ ته د اندېښنې له امله وي.
"ټیا ډېرې بدې ورځې تېرې کړې او دا هغه څه دي چې څرګندوي یې او فکر کوم دا ما ډېره ځوروي".
الیس د ټیا پر ستونزه هغه مهال پوی شوه چې دا ډول غږ ته یې د هغې غبرګون ولید.
ډاکټر ته د بوولو په ځای یې د غږونو اورېدونکې شبکې ملاتړي ګروپ سره خبره وکړه.
پسې خپه نه یم

د عکس سرچینه، .
د مانچېسټر میتروپولېټن پوهنتون کې ډاکټره سارا پري وايي، د دې څېړنې مطلب دا دی چې د هغو ځوانانو درملنه څنګه وشي چې دا ډول غږونه اوري.
"دا ماشومان دا غږونه د خپل ځان د برخې په توګه انګیري، خو دوی ته دا ویل چې دا اوازونه یوه ستونزه ده، دغو ماشومانو ته سټرېس پیدا کولی شي او ور سره دا غږونه ډېر بدېدلی شي".
دا مهال برتانیا کې هغو ماشومانو او ځوانانو ته چې د دغو غږونو له امله مرسته غواړي مختلفې درملېدونکې لارې ور ښودلی شي.
ځینې ملاتړې ډلې هم شته چې خیریه ادارې یې چلوي.
ډاکټره پریي د هغو ځوانانو لپاره چې دا ډول غږونه اوري د ځانګړې ډلې د جوړولو په موخه د مايلي تمویل د موندلو هڅه کوي.
له ټیا یوه ورځ دا غږ د تل لپاره په خپله مخه لاړ.
"ما له ځان سره وویل، ګوره! زما دماغ کې هیڅ غږ نشته، هیڅوک ما ته خبره نه کوي، یواځې هغه څه اورم چې فکر یې کووم".
"پسې خپه نه یم".
لورا وايي، په درملو او یا موسیقي سره اوس د دې غږونو د کابو کولو وړتیا لري.
"که څه هم غږونه لا هم دلته شته، خو ځان ډېر ځواکمن او ډېر ښه محسوسوم".
"دوی ما نه کنټرولوي، زه دوی کنټرولوم".








