تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکایی ستورمزلی او نقاش الن بین ومړ
پخوانی امریکایی ستورمزلی الن بین ، چې سپوږمۍ ته څلورم ختلی انسان دی، د ۸۶ کلونو په عمر د امریکا ټکساس ایالت کې ومړ.
ښاغلی بین د امریکا فضايي سازمان ناسا له ادارې نه تر متقاعد کېدو وروسته پر یوه وتلي نقاش بدل شو.
د هغه کورنۍ وايي، دوې اونۍ وړاندې د اینډیانا ایالت په یوه روغتون کې بستر شوی و، چې د مې پر ۲۶مه د ټکساس هیوسټن ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
ستورمزلي مایک ماسیمینو، مایک بین یو غوره شخصیت بللی دی.
ناسا د شنبې په ورځ پر خپلې ټویټرپاڼې البن بین یو مخکښ انسان بللی و.
ښاغلی بین په پیل کې د امریکا سمندري ځواکونو ازمېښتي الوتنو کې پیلوټ و. هغه په ۱۹۶۳ کال د ستورمزلۍ روزنیز پړاو ته غوره شو او د ۱۹۶۹ کال نومبر میاشت کې په اپولو ۱۲ کې سپوږمۍ ته وخوت.
نوموړی په ۱۹۸۱ کال، له ناسا نه متقاعد شو او هنري کارونه یې پیل کړل.
د هغه نقاشۍ تر ډېره د ستورمزلۍ د سفر په اړه وې.
تر الن بین وړاندې درې ستورمزلي سپوږمۍ ته ختلي وو: نیم ارمسټرانګ، باز الډرین او چارلز کونارډ.
له دغو څلورو کسانو اوس یوازې ۸۸ کلن الډرین ژوندی دی.