تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اشپز روباټ له یوې ورځې دندې وروسته کار پرېښود
فلیپي د هغه روباټ نوم دی چې همبرګر پخوي او تازه یې د کلیفورنیا ایالت په یوه هوټل کې پخلی پیل کړی و، خو له یوې ورځې کار وروسته ګول شو، ځکه ډېر ورو یې کار کاوه.
دا روباټ د کلیفورنیا په پاسادنا ښار کې د کالي برګر هوټل د پخلیوالو یا اشپزانو په ځای غوره شوی و، خو له یوې ورځې کار وروسته ډډې ته کړل شو، چې ورغول شي او چټک کار وکړي.
د دې روباټ همکار انسانان هم ځانګړې روزنه ویني، چې له فلیپي سره په مرسته کولو هغه په پاموړ چټکۍ او د غوښتنې(تقاضا) له مخې کار وکړي.
یو اېس اې ټوډې ورځپاڼه رپوټوي چې دا روباټ لا هم د نغري ترڅنګ ته اېښی، خو ګول دی.
د روباټ ترڅنګ په یوه کاغذ لیکل شوي چې ډېر ژر به پخلی پیل کړی، خو نېټه یې نه ده ښودل شوې.
ښايي دا روباټ په دې دلیل ګول شوی وي، چې کله یې د کار پیلېدلو خبر خپور شو، نو هوټل ته له اندازې ډېر خلک ورغلل او د غوښتنې یا سفارشونه خورا ډېر وو.
میزو روباټیک شرکت دا روباټ جوړ کړی او وايي، د فلیپي د کنټرول کوډونه یې ازمویلي و چې ډاډه شي دا روباټ د غوښتو په اوج کې هم په مناسبه چټکتیا برګر تیار کړي.
د دې روباټ د کار له پیلېدلو مخکې هم ویل شوي وو، چې په ورځ کې ان تر دوو زرو برګر تیارولی شي.
د کالي هوټل څېښتن وايي، چې د کسانو په ګومارلو کې یې ستونزه درلوده، ځکه یې دا روباټ وکاراوه.
هغه هوټلونه چې سملاسي خواړه وړاندې کوي، کاري ځواک یې د ځانګړې روزنې له امله ډېر وخت غواړي، خو دا ډول کارمنان له څو میاشتو وروسته کار پرېږدي.