د خوب په هکله پر لسو خبرو پوهېدل

د خوب د څومروالي په هکله ډېرې خبرې دي، په ورته مهال ډېرې پوهنیزې څېړنې هم شوې دي. په دې رپوټ کې لولو چې خوب پر ژوند او روغتیا او مورال او ان پر عمر څه اغېز لري.

۱ - موږ ته د اتو ساعتونو خوب خبره کېږي

موږ تر ډېره اورو چې باید هره شپه اته ګړۍ خوبولي شو. له اېن اېچ اېس نیولې د امریکا متحده ایالتونو ملي خوب ادارې پورې ټولنې دا وړاندیز کوي. خو دا سپارښت ولې کېږي؟

په نړۍ کې مطالعې ښيي چې د یوې ټولنې په مختلفو ډلو کې څنګه له یوې مودې وروسته یو ځل ناروغۍ پېښږې او یوه پایله لري: دواړه لنډمهالي خوبولي او اوږدمهالي خوبولي تر ډېره یو ډول ناروغۍ او لنډ ژوند لري.

خو دا ویل ګران دي چې لږ خوب د ناروغۍ سبب کېږي یا د لږ روغ ژوند نښه ده.

لنډ خوب له شپږو ګړیو کم خوب ته وېل کېږي، خو پوره خوب یا اوږد خوب تر ډېره په شپه کې له نهو یا لسو ساعتونو وي.

بلوغ ته تللو پړاو کې ماشومانو ته په شپه کې د ډېر تر ډېره یوولسو ګړیو خوب خو نوزیږو ته په ورځ کې د ۱۸ ساعته خوب غوښتنه کېږي، زلموټي- چې له ۱۳ تر ۱۹ کلونو عمر لري- هم تر لسو ساعتونوخوب په شپه کې سپارښت کېږي.

د دوبلین په ټرینټي کالج کې د مغز تجربي څېړنو پوهاند شان او مارا وايي، که څه هم ګرانه ده چې ووایو لږ خوب د ناروغیو یا لږ روغتیا نښه ده، خو دوی خپلو کې اړیکه لري.

د ساري په ډول هغه کسان چې لږ ورزش کوي، لږ فعالیت لري په دې دلیل بد خوب لري، دا چې سم نه ویدېږي، ستړي وي او تر ډېره یې کار ته لږ زړه کېږي او داسې نور.

موږ پوهېږو چې له ډېر خوب بې برخېتوب چې د یو مهال لپاره په شپه کې له یو تر دوو ساعتونو خوب وي، له وخت سره تړلی او د ساینسپوهانو په خبره، پایله یې کمه روغتیا وي.

۲- که کم خوب لرې، څه در پېښېږي؟

کم خوب د ډېرو ګډوډیو سر دی. پر پنځو میلیونو خلکو ۱۵۳ څېړنې دا ښيي چې لږ خوب له شکر، د وینې لوړ فشار، د زړه ناروغیو، د زړه د شریانونو ناروغیو او چاغښت سره څرګند تړاو لري.

مطالعې ښيي چې یواځې د څو شپو لپاره پرلپسې کم خوب هم خلک د شکرې ناروغۍ تر پولې رسولی شي.

د بې خوبۍ منځنۍ کچه د بدن هغه وړتیا زیانمنوي چې په مټ یې د وینې ګلکوز کچه کنټرولېږي.

پر کم خوبه کسانو واکسین لږ اغېز کوي. د بدن دفاعي سیستم کمزوروي او پر عفوني نارغیو د اخته کېدلو امکان ډېروي.

یوه څېړنه کې ازمویل شوي کسان ښيي چې څوک له اوو ګړیو کم خوب لري، تر هغو ډېر زوکام کېږي چې تر اوو یا له هغه ډېر خوب لري.

هغه کسان چې ډېر خوب نه لري، ‌‌ډېر هارمون ګرلین او لږ لیپټن هارمون تولیدوي.

ګرلین هارمون د لوږې احساس سره تړاو لري او لپتین هارمون د مړښت احساس سره تړلی. دغه هارموني بدلون د چاغېدلو خطر ډېرولی شي.

ځینې څېړنې وايي، لږ خوب د مغز له چارو او ان اوږدمهال کې د هېرې(ډیمینشیا یا عقلي زوال) سره هم تړاو لري

پوهان او ماره وايي، د ورځې په اوږدو کې په مغز کې زهري مواد جوړېږي خو په خوب له منځه ځي.

که ډېر خوب ونه لرو، نو له کمزوري حالت سره مخ کېږو، لکه مغز مو چې سپکه ضربه خوړلې وي.

د ډېر خوب په هکله د لږ خوب پرتله پوهاوی ډېر نشته، خو موږ پوهېږو چې کم خوب د روغتیا لپاره ښه نه دی، په بوډاګانو کې د هېرې یا نه پېژندلو د لوی خطر په ګډون د روغتیا زیانمنېدلو سره اړیکه لري.

۳- پوره خوب

کله چې موږ خوبولي شو د خوب پړاوونو د لړۍ سره مخ کېږو چې هره کړۍ یې د ۶۰ او ۱۰۰ مینټونو ترمنځ ده، په هره کړۍ کې زموږ بدن کې متفاوت بهیر پېښېږي.

هر پړاو په ډېرو بهیرونو کې مختلف رول لري چې د خوب پر مهال زموږ وجود کې پېښېږي.

د هرۍ کړی په لومړي پړاو کې خوب داسې حالت وي چې د ویښې او خوب ترمنځ وي، ورو سا اخیستل، د عضلو ارامېدل، د زړه درزا یا ټوپونو اندازه کمېدل.

دویم پړاو د لږ ژور خوب پړاو دی، په دغه حالت ته ممکن ځان ویښ وبولې او دا مانا ده چې په ډېرو شپو کې ممکن ته ویده یې خو نه به پوهېږې.

دریم پړاو ژور خوب دی. دا ډېره سخته وي چې په دغه بهیر کې ویښ شې، ځکه په دغه حالت بدن کې د چارو اندازه خورا ټیټه وي.

دویم او دریم پړاو یو ځای د سست خوب څپه په نوم یادېږي چې تر ډېره خوب پکې نه لیدل کېږي.

له ژور خوب وروسته موږ د څو دقیقو لپاره دویم پړاو ته ځو، بیا د خوب لیدلو حالت ته ځو، چې سترګې پټول یا (REM) ورته وايي، لکه نوم یې چې وړاندیز شوی، دغه حالت کې خوب لیدل پېښېږي.

د بشپړ خوب لړۍ کې یو کس له ټولو پړاوونو- له اول تر دریم- تېرېږي، بیا د خوب لیدلو بهیر ته تر ننوتلو مخکې د لږ وخت لپاره دویم پړاو ته ځي.

مطلب دا چې که پوره خوب لرو دا ټول پړاوونه په ترتیب پېښېږي.

وروسته دا لړۍ د خوب لیدلو اوږد مهال لري، ځکه د خوب لږ کمېدل هم ډېر اغېز لري.

۴- د شپې کار ضرري دی؟

مخلتلفې څېړنې ښيي چې شیفټي کار ستونزه جوړولی شي.

څېړونکو موندلې چې کوم شیفټي کارمن د شپې کار له امله لږ خوب لري یا په ناسم وخت کې ویدېږي، د شکرې او چاغېدلو ناروغیو خطر یې ډېرېږي.

برتانیا کې د یوې رسمي مطالعې له مخې هغه کسان چې شیفټي کار کوي تر ډېره له جسمي وضعیت ناراض وي او دا شونتیا یې ډېره وي چې اوږدمهاله محدودوونکې ناروغۍ لرلی شي.

ایا بې وخته( شپه، ماښام یا سهار وختي) کار تاسو ناروغوي؟

په یوه کال کې له ټولو کاري ساعتونو د ضایع شویو کاري ګړیو سلنه

د برتانیا د احصایې مرکز وايي، په شیفټي کسانو کې د درملنې غوښتلو رخصتي تر نورو خورا ډېره ده.

دا واټن د هغو کسانو لپاره چې فزیکي کار کوي ډېر دی. مطلب کم خوب پر هغو کسانو ډېر اغېز لري چې کار کې خوځېږي یا فعالیت کوي.

۵ -کم خوب ډېر شوی؟

که رسنۍ څارۍ یا پر شاوخوا خلکو قضاوت کوئ، ممکن فکر وکړئ چې ډېر خلک ښه خوب نه لري.

خو په ۱۵ هېوادونو کې مطالعه ښيي چې واقعیت له دې لږ متعادل دی. په دې مانا چې په شپږو هېوادونو کې خوب کم شوی دی، په ۷ هېوادونو کې ډېر شوی دی او په دوو نورو کې ځانګړې بېلګه ترلاسه نه شوه.

ډېر سندونه ښيي چې د انسانانو خوب په وروستیو نسلونو کې چندان بدل شوی نه دی. خو د یوې څېړنې پایلې ښيي چې که له خلکو وپوښتئ څه فکر کوي څومره کم خوب لري، نو متفاوت ځواب ترلاسه کېږي.

نو ولې موږ شاوخوا دا ستړي خلک وینو؟

ممکن دا ستونزه په ځینې ډلو کې ډېره او زیاته وي، په پایله کې په پراخ ډول او د ټولې ټولنې مشاهده سخته ده.

برتانیا کې پر ۲۰۰۰ کسانو وروستۍ مطالعه ښيي چې عمر او جنسیت ته په پام د خوب ستونزه بدلېږي.

د ساري په ډول ښځې چې په هر منګ وي د سړیو پرتله څومره چې پکار ده، ښه خوب نه لري.

په ځوانۍ کې د سړیو او ښځو خوب نږدې یو شان دی. په وروستیو کلونو کې چې کورنۍ او ماشومان ور زیاتېږي ښځې د سړیو پرتله د کم خوب ډېر احساس کوي. په منځني عمر دا اختلاف بیا کمېږي.

له دې ها خوا کافین او الکول هم د خوب وخت خرابوي.

په ساري پوهنتون کې د خوب مطالعې مرکز مشر پوهاند ډریک یان ډیک باوري دی چې ځینې د شپې ناوخت ویدېږي او تر ډېره د وختېري پروګرامونه لري. سره له دې چې د نورو په کچه ویدېږي، خو ارام یې کم وي.

ځینې د اونۍ په اوږدو کې لږ خوب لري او د اونۍ اخر کې یې جبرانوي. په پایله کې یې د خوب منځنۍ کچه پورته کېږي، خو د خوب د کمښت احساس یې نه لرې کېږي.

۶- خو پخوا خوب تل داسې نه و

له ځینې پرتو(استثناوو) چې تېر شو، خلک تر ډېره د شپې ویدېږي او ۷ یا ۸ ګړۍ وروسته ویښېږي.

خو لکه د امریکا د ویرجنیا ټک د تاریخ استاد راجر اکیرچ وايي، پېړۍ پخوا حالت داسې نه و.

د هغه پراخه مطالعه (له ادبیاتو، د خلکو له خاطرو اوپخوانیو محکمو ترلاسه شوي له ۲۰۰۰ ډېر اسناد) ښيي، چې سلګونه کلونه پخوا د نړۍ په ډېرو سیمو کې خلک دوه ځلې ویدېدل.

مطلب له لمر پرېوتو لږ وروسته ویدېدل، بیا ویښېدل او یو دوه ساعته ویښ وو بیا ویدېدل.

پوهاند اکیرچ باوري دی چې د انسان بدن په طبیعي ډول ټوټه ټوټه خوب غوره بولي.

خو ځینې څېړونکي له ده سره مخالف دي. دوی وايي، په اوسمهالې نړۍ کې یې داسې بېلګې موندلې چې ښکاریانو یواځې یو اوږد خوب درلود.

د دوی په نظر دا بېلګې ښيي چې ټوټه ټوټه خوب هرو مرو د انسان د بدن طبیعي بېلګه نه ده.

پوهاند اکیرچ وايي، پرلپسې خوب د ټوټه ټوټه خوب پر ځای له ۱۹ پېړۍ پیل شو، ځکه چې رڼايي کورونو ته راغله او خلک ناوخت ویدېدل، خو د ویښېدلو وخت یې بدلون ونه کړ.

د هغه په باور، د شپې د چاپېریال روڼ پاتېدلو د انسان د بدن ساعت بدل کړ او صنعتي انقلاب د کار حاصل او نتیجه له پخوا ډېر مهم کړل.

۷ - ملفون د ځلموټو د خوب دوښمن

متخصصان وايي، ځلموټي باید هره شپه لس ګړۍ ویده شي، خو برتانیا کې رسمي شمېرې ښيي چې نږدې نیمايي ځلموټي له دې کم خوب لري.

خوب خونه چې د ارام ځای وي، له داسې شیانو ډکه ده چې سر کنګسوي، له لپټاپ نیولې، تر تلوېزون او ملفون یا موبایل پورې.

تر پخوا بوختوونکي شیان ډېر او سانه ترلاسه کېږي، ځکه په ګړیو نه ویدېږي او ننداره یې کوي.

د برېښنايي وسیلو رڼا خوب تښتوي. که د تلوېزون لیدل وي یا له یو چا سره خبرې مغز بیدار ساتي، هغه هم په داسې مهال چې مغز باید ارام وکړي.

د برتانیا د ډیجیټل برخې د پوهاوي ادارې او ښوونځیو د مدیرانو ټولنې وروستۍ ګډه څېړنغونډه کې وړاندیز وشو چې ځلموټي د خوب له وخت یوه نیمه ګړۍ مخکې د ملفون په څېر وسایل له ځان لرې کړي.

د دې دوو ادارو څېړنه ښيي چې ډېری ځلموټي په بستره کې هم ملفون په لاس لري.

۸- د خوب پر ګډوډۍ پوهېدل مهم دي

شمېرې ښيي چې تېره یوه لسیزه کې هغه برتانویان پرلپسې ډېر شوي چې د خوب د ستونزې له امله رنځپوهانو ته ورځي.

دا ښکارنده مختلف دلیلونه لري. د لندن په سنټ توماس روغتون کې د خوب ګډوډۍ مرکز د عصابو متخصص ډاکټر ګای لشزینر وايي، لوی لامل یې چاغښت دی.

هغه زیاتوي، په خوب کې د سالنډۍ لوی لامل هم له وزن سره ښکاره تړلی دی.

البته د ټولنې په کچه پوهاوی هم اغېزناک دی.

ډاکټر لشزینر باوري دی چې هرڅومره هم خلک د خوب ګډوډۍ په هکله ویني یا لولي، په خپله ستونزه یې د پوهېدلو او ډاکټر ته د تللو شونتیا ډېرېږي.

پوهان وايي، د بې خوبۍ درملنې لار د درمل پوهنې چلند دی او پکار نه ده چې د خوب ګولۍ وخوړل شي.

خو ډېر ګولۍ خورۍ او لامل هم دا دی چې نورو لارو ته لاسرسی سخت دی.

۹- حالت په مختلفو هېوادونو کې توپیر لري؟

شلو هېوادونو کې د خلکو پر خوب څېړنه شوې ده. د دوی د خوب عادت په لږ و ډېر یو ساعت مخکې یا وروسته یا ژر او ځنډ سره نږدې یو شان دی.

پوهانو له دې څېړنې پایله اخیستې، چې کاري ساعتونه، د ښوونځیو د پیل ساعتونه، یا هم د وختېري کچې په څېر ټولنیز عوامل د لمر ختلو او لوېدلو په څېر طبیعي لاملونو څخه په ځلونو مهم دي.

د ساري په ډول ناروې کې چې د ورځې اوږدوالی ۲۴ ګړۍ هم کېدلی شي یا هیڅ، خو د خوب منځنی نږدې نیمه ګړۍ توپیر کوي.

هغه هېوادونه چې شپه ورځ یې په کال کې بدلون مومي، یا هغه استوايي هېوادونه چې د شپې ورځې اوږدوالی یې نږدې تل یو شان وي، په دواړو کې د خلکو خوب د کال په اوږدو کې لږ تر لږه یو شان وي.

د مصنوعي رڼايي اغېز؟

په تانزانیا، نامیبیا او بولیویا کې څېړنه ښيي چې کوم خلک برېښنا نه لري، شپه ورځ کې په منځني ډول ۷/۷ ګړۍ خوب لري، چې په صنعتي هېوادونو کې د خوب له کچې سره نږدې یو شان دی.

په بله ژبه داسې ښکاري چې د خلکو خوب کچه د نړۍ په هر ځای کې نږدې یو شان ده. یواځې د ویدېدلو او ویښېدلو یا جګېدلو وخت یې توپیر لري.

ډېرې څېړنې ښيي چې مصنوعي رڼايي د خوب ګړۍ ځنډوي، خو د اړتیا له مخې خوب نه کموي.

کوم خلک چې برېښنا نه لري ژر ویدېږي او لمر ختلو یا له هغه مخکې پاڅېږي.

۱۰- مرغۍ که کونګ

ځینې کسان د سهار خلک دي او نور د شپې. ان جنټیک شواهد دا موضوع تاییدوي.

خو داسې ښکاري چې مصنوعي رڼايي دا توپیر ډېر کړی دی. په تېره هغو کسانو کې چې غواړي د شپې ویښ وي. ښکاره ده که کونګ یاست رڼايي سبب کېږي چې ناوخت ویده شئ.

نږدې ۳۰ سلنه خلک د سهار کار خوښوي او نږدې ۳۰ سلنه هم د شپې کار خوښوي. پاتې ۴۰ سلنه کسان کله د دې دوو ډوله کسانو ترمنځ وي، که څه هم د هغو کسانو شمېر پکې لږ ډېر دی چې شین سهار تر نیمې شپې غوره بولي.

د سها رکه مازیګر خلک یاست؟

د سلنې له مخې ور کړل شوي امتیازونه

مهم ټکی دا دی چې زموږ طبیعي ګړۍ زموږ له واک یو مخ وتلې نه ده. کوم کسان چې په طبیعي ډول ناوخت ویدېږي او ناوخت پاځېږي، د شپې لږ ځانونه له رڼا سره مخ کولی او داسې کار کولی شي چې د ورځې اوږدو کې رڼا ته وي.

یوې امریکايي څېړنډلې کونګ ډوله کسان له ښار بهر بوتلل چې مصنوعي رڼا پکې نه وه، ۴۸ ګړیو کې یې طبیعي ساعت نږدې دوه ګړۍ مخکې لاړ.