د نړۍ دویم ستر الماس په ۵۳ میلیون ډالرو وپلورل شو

په نړۍ کې د ښه جوړښت لرونکی دویم لوی الماس په لندن کې د ګاڼو د یوه شرکت څښتن په ۳۹٫۵ میلیون پونډو (۵۳ میلیون ډالرو) اخیستی.

د ''ګراف'' شرکت مشر لورانس ګراف له لیسیډي لارونا نه دا الماس په یوه ځانګړې راکړه ورکړه کې اخیستی. دا الماس تېر کال د لیلام په یوه بولۍ کې ونه پلورل شو.

دا الماس د کاناډا لوکارا ډایمنډ شرکت دوه کاله وړاندې بوتسوانا کې جوړ کړی چې ۱۱۱۱ قیراطه وزن لري.

لوکارا ویلي، دا بیه د ۲۰۱۶ کال د جولای د بولۍ پرمهال له اعلان شوې بیې ډېره لوړه ده.

دې الماس ته په بوتسواني ژبه کې د ''لیسیډي لارونا'' یعنې (زموږ رڼا) نوم ورکړل شوی.

یاد شرکت وايي، ددې الماس په جوړولو کې یې له پرمختللې او معاصرې ټیکنالوژۍ ګټه اخیستې او ځینې نیمګړتیاوې یې پکې بشپړې کړې دي.

تېر کال، ګراف شرکت یو بل الماس چې ۳۷۳ قیراطه وزن یې درلود، له لیسیډي لارونا څخه اخیستی و.

د شرکت په وینا، دا یې لومړی له کوچنیو الماسو جوړ کړی دی.