تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: ستورو او اسمان ته سفر
سږ کال د ستورپوهنې په هکله انځوریزه سیالۍ کې پر اسمان له خورو شمالي رڼاګانو نیولې تر وخت جوړوونکو ورېځو پورې انځورونه نندارې ته وړاندې شول.
یوه جګړه چې موږ یې بایلو
شیدو لار چې پر کوچني واړه تلیسکوف د پاسه پورته کېږي. دا تلسکوف د چین د ملي ستورپوهنې د تروېتون دی.
په دې انځور کې د الیکترو میګنیټګ وړانګو سره د رڼا ککړتیا ښودل کېږي.
د دې انځور اخیستلو لپاره هیټنګ یو د رڼا ککړتیا پېلتر او څو چوکاټونه کارولي چې له مخې یې شیدو لار وښيي.
د شفق تاج
دا انځور د روسیې په مرمنسک کې یولیا ژولیکووا د سهار سپېده چاود کې اخیستی چې واوره هم پر ونو پرته ده.
د ونو ګلابي رنګ روښانه ځلېږي چې د کوڅو په بلپونو یا رڼاګانو سره روښانه شوې دي.
پر نیډلز د پاسه سپوږمۍ
د انزلي بېنټ په ایزل کې د نیډلز څارڅلي د پاسه د میاشتې عکس که څه هم سپوږمۍ تته ده، خو دایره یې بشپړه لیدل کېږي.
د لمر ځلا
د پال اینډیو په دې انځور کې د لمر له سطحې یوه را وتلې برخه لیدل کېږي.
د شیدو باران
د امریکا کلیفورنیا ایالت کې له واروې ډکو غرونو کې د روښانه ستورو پړکونه.
مني کې د کهکشان دا منظره ډېره په زړه پورې وي.
ارام او شور
د ناروې د لوفوټین ټاپو تر کولو هلا پورې پلي تګ سره نیکولس الیګزاندر د اوټو سمندرغاړې برو څوکو ته نیمه شپه رسېدلی دی.
په دغه مهال هغه پر سمندرغاړه او پر اسمان شین او ابي رنګ عکس اخیستی دی.
رڼا ځلېدل
د ناروې د لوفوټین ټاپو تر کولو هلا پورې پلي تګ سره نیکولس الیګزاندر د اوټو سمندرغاړې برو څوک ته نیمه شپه رسېدلی دی.
په دغه مهال هغه پر سمندرغاړه او پر اسمان شین او ابي رنګ عکس اخیستی دی.
لوېدونکی ستوری او مشتري
د انګلېنډ په ډورسیټ کې د غورځېدونکي ستوري او مشتري سیارې تصویر روب بوویز اخیستی دی.
دا انځور اصل کې دوه انځوره دي، یو اسمان او بل کاڼي
له ورځې شپې ته سفر
نړیوال تشیالي مرکز د ځمکې د ګاونډۍ سپوږمۍ سره نږدې تېرېږي.
دا انځور د ورځې رڼا کې ډیني کیکسیټ اخیستی دی.
د کور لار
سوېډن کې د شپې پر مهال د ورېځو ډرامه يي انځور. دا ورېځې له ځمکې ۶۱ کیلومتره لوړې دي. دا انځور رسلان مرزلیکوف اخیستی دی.
ځمکې ته نږدې
د ۲۰۱۶ اکتوبر پر ۳۱ له ځمکې د ۳۰ لکه کیلومتره واټن سره دا انځور اخیستل شوی دی.