څېړنه: د انسانان د نسل ختمېدو احتمال شته

د عکس سرچینه، JUERGEN BERGER/SCIENCE PHOTO LIBRARY
څېړونکي اندېښنه ښيي که په شمالي امریکا، اروپا او اسټرالیا کې د نرانو د سپرم د ژونکو شمېر همداسې په چټکۍ په کمېدو وي، نو د انسانانو نسل به له منځه لاړ شي.
څېړونکو د ۲۰۰ بېلابېلو څېړنو له پایلو دا معلومه کړې چې د یادو سیمو د نرانو د سپرم د ژونکو شمېر به په راتلونکو څلوېښتو کلونو کې تر نیمايي کم شي.
دغه څېړنه د (هیومن ریپرورډکشن اپډېټ) مجله کې خپره شوې، که څه هم یو شمېر پوهان د څېړنې پر پایلو پوره باور نه کوي، خو د څېړنډلې مشر (ډاکټر هاګايي لیون) وايي، دا چې په راتلونکې کې به څه وشي، په اړه یې اندېښمن دی.
څېړونکي له ۱۹۷۳ - ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په دې اړه د تر سره شویو ۱۸۵ څېړنو د پایلو تر ارزولو وروسته دې پایلې ته رسېدلي دي.
ډاکټر لیون چې له اره د وبایي ناروغیو متخصص دی، بي بي سي ته ویلي، که د انسان د ژونکو کمښت په همدې کچه دوام وکړي، انسانان محوه کېږي.
د ژونکو د کمېدو بهیر
ښاغلی لیون وايي، که زموږ د ژوند انداز، چاپیریال او د کیمیاوي درملو کارولو کې بدلون رانه شي، نو د انسانانو راتلونکي ته اندېښمن یم.
یو شمېر څېړونکو چې ددغې څېړنې برخه وال نه دي، د څېړنې د کیفیت ستاینه کړې، خو دا هم یې هم ویلي، څېړنه دومره پخه نه ده چې کومه پایله دې ترې واخیستل شي.
د بیت المقدس د هیبرو پوهنتون استاد ډاکټر لیون، د اروپا، شمالي امریکا، نیوزیلنډ او اسټرالیا د نرانو د سپرم په ژونکو کې ۵۹،۳ سلنه کموالی لیدلی دی.
په تېرو څېړنو کې باریکۍ
د جنوبي امریکا، اسیا او افریقا د نرانو د سپرمونو په ژونکو کې کمښت نه دی تر سترګو شوی، خو یو لامل یې دا ښودل شوی چې په دغو سیمو کې د سپرمونو د ژونکو په اړه لږ څېړنې شوې دي.
په تېرو څېړنو کې په پرمختللو هېوادونو کې په چټکۍ سره د نرانو د سپرم د ژونکو کمښت ته اشاره شوې ده، خو د څېړنې نیوکګر وايي، په څېړنه کې تخنیکې ستونزې وې.
د دوی په خبره، ډېری هغه کسان پکې ارزول شوي، چې وار دمخه يې په دې برخه کې ستونزې لرلې او بله دا چې په تېر او اوس کې د ژونکو د تعداد د معلومولو معیارونه هم یو له بله توپیر لري.
د شیفېلډ پوهنتون استاد پروفیسر ایلن وايي، د نوې څېړنې له پایلو سره باید ډېر احتیاط وشي. په دغه څېړنې کې د ژونکو د شمېر د کمښت کوم عیني ثبوت نه دی وړاندې شوی چې د سیګرټ څکولو، خوړو، کیمیاوي درمل کارولو او نورو سره تړاو ور کړل شي.









