تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''پر انټرنېټ بندیز د بشري حقونو خلاف دی''
د بشري حقونو څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) ویلي، هند باید پر انټرنېټ او مخابراتي شبکو له بندیزونو لګولو ډډه وکړي. دغې ادارې ویلي، د سږ کال اوږدو کې د هند ایالتي حکومتونو نژدې ۲۰ ځله پر انټرنېټي خدمتونو موقت بندیزونه لګولي دي.
بل لور ته هندي چارواکي وايي، دوی د اړودوړ پر مهال د ګنګوسو مخنیوي لپاره دغه بندیزونه لګوي.
خو د بشري حقونو څار اداره وايي، د حکومت له لوري د انټرنېټ تړل ' له هغه مسوولیته سر غړونه ده، چې د نړیوالو بشري حقونو له مخې یې هند لري. ' د سویلي اسیا لپاره د هیومن رایټس واچ مشره میناکشي ګنګولي، وايي چارواکي باید پر انټرنېټ بندیز د ګډوډیو پر مهال د خواله رسنیو ناوړه استعمال مخنیوي وسیله و نه ګني.
نوموړې زیاته کړې، د دغو بندیزونو په تړاو د شفافیت نشتوالی او د وضاحت نه وړاندې کول هغه فکر نور هم پیاوړی کوي، چې ګواکې له دې لارې د حکومت خلاف د نیوکو مخه نیوله کېږي.
خو یاد تنظیم دا هم مني، چې هند کې پر خواله رسنیو د خپرو شویو ګنګوسو له کبله د نا امنۍ پېښې شوې دي.
دغه تنظیم حکومت ته مشوره ورکړې، چې د مظاهرو پر مهال انټرنېټي خدمتونه په بشپړه توګه و نه تړي. دوی وايي حکومت باید په بشپړه توګه د دغو خدمتونو تړلو پر ځای له خواله رسنیو د سولې او ثبات ټینګښت کې ګټه واخلي.