تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګرځنده تیلیفون به نور څومره پرمختللی شي؟
- Author, سیاوش آذرشیر
- دنده, فزیک کې دوکتورا
تر څو مخکې کلونو پورې ګرځنده یا موبایل ټیلیفون ورځ تر بلې کوچن کېده، خو څو کلونه کېږي چې ټول حجم یې چندان نه بدلېږي، خو ولې یې د پروسېس توان زیاتېږي.
د ځيرک تیلېفون د پروسېسېنګ چټکتیا یې ورځ له بلې ډېرېږي، ایا د دې ودې لپاره پوله او سرحد شته؟ د اندازې یا کچې له پلوه څنګه دی؟ د ملفون د کوچني کېدلو څومره امکان شته؟
د ګرځنده د حجم لویه برخه د هغه بېټري ده، که د لیدلو یا نمایش او کیلي صفحه یې هم ډېره کوچنۍ شي، نه لیدل کېږي او نور به نه کارونګ ونه لري. خو که هر څومره یې د پروسېسر حجم کوچنی شي، نو ډېر شمېر یې په ملفون کې ځایېدلی شی، ځکه یې د پروسېسنګ توان هم ډېرېدلی شی.
سیمي کنډکټر صنعت یې د پروسېسر د حجم کمولو مسؤول دی. په بله ژبه د پروسېسنګ د چټکولو مسوول دی.
سیمي کنډکټر صنعت په خپل ۵۰ کلن عمر کې خپل اوڅار ځای د خلکو ورځني ژوند کې ترلاسه کړی دی.
موټر، کمپیوټر، د خوښې وړ هوا برابرولو وسیلې، رادیو، تلوېزون او زموږ د پېر د اړیکو خورا مهمه وسیله لکه ملفون ټول برېښنايي پتري یا چیپونه لري. د پتري دومره واړه شوي زموږ په جیبي تلېفون کې ځاییږي، په داسې حال چې څلوېښت کاله مخکې د اوسني ځیرکت ملفون د پروسېسنګ توان لپاره د یوې سترې خونې په څېر برېښنايي مدارونو ته اړتیا وه.
د لومړني ټرانزیسټر په پنځېدلو سره سیمي کنډکټرونو پراخ کارېدنګ پیدا کړ. ټرانزېسټر په ساده ژبه یو برېښنايي توکمۍ ده، چې روښانه او ګول( خاموش) کېدلی شي. سیلیکون د خورا مهم سیمي کنډکټر په توګه دا دنده لري.
د کنډکټر داسې دوه موازي پیتې په نظر کې ونیسيو چې منځ یې پر سیلکون ډک وي. سیکلون په ټاکنو کې د ازاد رایه ور کوونکي په څېر دی. په لږ هڅېدلو سره د روښانولو یا ګول کولو حالت غوره کوي.
که روښان وي د کنډکټر د دوو پیتو ترمنځ تړون کېږي. که ګول وي تړون شلېدلی دی. هڅول هم په اسانه په یوه برېښنايي سیګنال سره کېږي.
په ډیجیټل نړۍ کې روښان حالت پر ۱ او ګول حالت پر ۰ سره ښودل کېږي. له همدې ۱ او ۰ څخه ټول ټول ډیجیټل اطلاعات او محاسبمې جوړې دي. ټرانزېسټر هم هماغه د دوو موازي پیتو او د دوی ترمنځ د سیلکو جوړښت لري. ایفون ټلېفون 6 او ګلکسي S5 هر یو نږدې ۲ میلیارد ټرانزېسټر لري. فکر وکړئ چې د هر ټرانزېسټر اندازه به څومره وي؟
د اینټل شرکت یو بنسټګر ګورډن مور پر ۱۹۶۵ کال د ټرانزېسټرونو له نړۍ د خپلو مشاهدو پایله خپره کړه.
په دغه لیکنه کې هغه رپوټ کړه چې د ټرانزېسټرونو اندازه په هرو دوه نیم کلونو کې نیمه شوې ده. دا مشاهده په سیمې کنډکټر صنعت کې په قانون بدله شوه. دا مهال په سیمي کنډکټر صنعت کې فعال شرکتونه پوره هڅه کوي چې له دې قانون شاته پاتې نه شي.
د ایفون۶ یا ګلکسي S5 ټرانزېسټر د ۲۰ نانو متر بهیر سره جوړ شوی دی. مطلب په هر ټرانزېسټر کې د دوو موازي پیتو ترمنځ واټن ۲۰ نانو متر دی.
یانې ستاسو د سر وېښتانو له پنډوالي درې زره ځلې کوچنی. په بله ژبه اوسني ۳۰۰۰ ټرانزېسټرونه په عرضي ډول ستاسو یو وېښته کې ځایولی شو. د سیمي کنډکټر صنایع هڅه کوي چې تر ۲۰۲۰ کال د ۵ نانو متر بهیر بازار ته وړاندې کړي. یانې تر دریو نورو کلونو به پروسېسرونه ۴ چنده چټک شي.
اصلي ننګونه په ډېر پام د یو بل څنګ ته د موازي پیتو اېښتودل دي، هغه که د کنډکټرونو پیتې دي یا هم د دوی په منځ کې د سیلیکون پیتې.
که د ایفون د پروسیر جوړونکی په ۲ میلیارد وارونو کې یواځې یو ځل او هغه هم یواځې ۲۰ نانو متر تېروتنه وکړي، نو ستاسو ایفون به سم کار ونه کړي. د دې اندازې د ښه درکولو لپاره فکر وکړئ چې په موټر کې مو په واورینه ورځ ۱۰۰ کیلومتره مزل کړی دی. په ستنېدلو کې باید ستاسو د موټر ټېرونه د هغو ټیرونو پر پل برسېره راشي چې پر واوره پاتې دي. تاسو یواځې د یو سانتي متر تېروتنې اجازه لرئ.
نانو لیتوګرافي هغه بهیر دی چې د دې څنګ په څنګ نازکو پیتو په پایله کې کار پر سیلکون پاڼه تر سره کوي. په وروستیو کلونو کې دا صنعت د هالنډي ASML شرکت او جاپاني Nikon کمپنۍ په واک دی، خو ASML په دې سیالۍ کې مخکښ دی او نږدې ۹۰ سلنه بازار یې نیولی دی. نانو لیتوګرافي صنعت اوس په نړۍ کې د الوتک جوړونکې له صنعت وروسته تر ټولو دقیق صنعت دی.
د الوتک جوړونې صنعت د خوندیتوب او نانو لیتوګرافي صنعت د خورا کوچنیو اړخونو له امله دغه دقت یا ځیرتیا ته اړتیا لري.
د مور قانون له مخې د برېښنايي پتریو یا چېپونو اړخونه تل کوچني کېږي او په پایله کې د دې ځيرتیا د ساتلو لپاره د نانو لیتوګرافي د دغو دوو شرکتونو ننګونې هم ورځ په ورځ زیاتېږي.
د دې قانون له مخې تر ۲۰۳۲ کال پورې باید ۱ . ۰ پروسه هم نانو متر وپېژندل شي. دا د ټرانزېسټر د سمي کنډکټر پیتې د کوچني کېدلو وروستی برید یو پوله ده، ځکه د اتوم سیلکون له اندازې سره برابر دی. دا لویه پوښتنه ده چې دې اندازې ته د رسېدلو شونتیا شته که نه او دا هم لوی سوال دی چې له هغه وروسته به مور قانون څنګه وساتل شي.
پر دې بنسټ که د ډیچیټل ټیکنالوجۍ پرمختګ ته هیلمن یاست، باید په راتلونکو ۱۵ کلونو کې د پروسیسرونو د جوړولو صنعت کې د نوي انقلاب انتظار وکړئ.