تشیالي برخه کې د هند د زیاتېدونکې پانګونې څلور وجې

د هند تشيالي برخه

د عکس سرچینه، Reuters

دا د هند لپاره تاریخي ورځ وه چې تشیالي (خلايي) ادارې اسرو یې په کور جوړ ۶۴۰ ټنه او تر ټولو ځواکمن توغندي سره د خپل هېواد تر ټولو لویه اړیکتیايي سپوږمکۍ تشیال ته واستوله.

دا توغندی ۱۴۰ فوټه اوږد او وزن یې ۶۴۰ میټریک ټنه وه او د اړیکتیایي سپوږمکۍ وزن هم ۳۱۳۶ کیلو ګرامه و.

اسرو تشیالي ادارې د توغندي جوړولو کې کور جوړه ټیکنالوجي کارولې وه او له لسیزو را هیسې یې تشیال(خلا یا فضا) ته د دغه توغندي د استولو پلان درلود.

پر تشیالي پلانونو د ډېر لګښت له امله پر هند نیوکه کېږي، ځکه چې د دغه هېواد درېیمه برخه خلک د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند لري.

خو پوښتنه دا ده چې هند ولې له تشیالي پروګرام سره دومره مینه لري. د بي بي سي د تمل څانګې شیوراما کرشنن پرامیسواران دې پوښتنو ته د ځواب ویلو هڅه کړې ده.

تشیالي پروګرام ارزان دی

د هند تشيالي برخه

د عکس سرچینه، AFP

هند وايي، له نړیوال معیار سره سم پر اوسني تشیالي پروګرام یې ډېر لګښت نه راځي او پر دې پلان یې یواځې پنځوس لکه ډالر لګښت شوی دی، په داسې حال چې د توغندي اټکلي عمر یې لس کاله دی او په راتلونکي هر کال د دې عملیاتي لګښت نور هم کمېږي. په دې وجه د هند تشیالي صنعت وایي، چې ډېر کم لګښت لري.

هند پرلپسې د سایسني څېړنو بودیجه زیاتوي، چې تشیالي څېړنې په کې ځانګړی ځای لري.

خو دا به تر څومره دې نیوکې ته ځواب وي چې ویل کېږي دا د اړتیا وړ ساینس څانګه کې پانګونه نه ده.

چټک پراخېدونکی صنعت

د هند تشيالي برخه

امریکا، فرانسه او روسیه دا مهال تشیال ته د مصنوعي سپوږمکیو د استولو په شپږ میلیارد ډالرو پانګونه کې ۷۵ سلنه برخه لري او دا کاروبار په چټکۍ لا ډېر ګټور کېږي، ځکه هند هیلمن دی چې په دې کاروبار کې لویه برخه ترلاسه کړي.

په تشیالي اقتصاد کې له یو کیلوګرام نیولې تر سلګونو کیلوګرام وزن لرونکې مصنوعي سپوږمکۍ تشیال ته استول کېږي.

د سپوږمکۍ صنعت ټولنې په خبره، د میلیاردونو ډالرو دغه صنعت کې دا مهال د هند برخه صفر عشاریه پنځه (۰،۵) سلنه او د چین برخه درې (۳) سلنه ده.

تېر کې هند د تشیالي توغندي څانګه کې د مجبوریت له امله تشیال ته د سپوږمکیو د استولو کاروبار نه کاوه، او ډېره تکیه یې پر فرانسه وه او د دغه هېواد پر مټ یې سپوږمکۍ تشیال ته استولې، خو اوس دا تکیه د تېر (ماضي) برخه شوې ده.

مارکېټ بدلول

د هند تشيالي برخه

د ډېرو موسمیاتي او اړیکتیايي سپوږمکیو وزن نږدې څلور ټنه وي او تشیال ته د استولو لپاره یې لوی ځواکمن توغندي ته اړتیا وي.

هند په اوسني توغندي سره نړیوالې ټولنې ته دا اغېزناک پیغام ور کړ، چې د خورا لږ بیې متبادله لار هم شته.

هند څه مهال مخکې په یو وار تشیال ته د مختلفو کچو ۱۰۴ سپوږمکیو په استولو سره په دې برخه کې خپل باور او شهرت ډېر کړ.

د سپوږمکۍ د نړیوال مارکېټ ټولیز ارزښت ۱۲۰ ميليارد ډالره دی، چې په کې د سپوږمکیو تیارول، تشیال ته یې استول او د دوی ترمنځ د اړیکتیايي چینلونو جوړول راځي.

په وروستیو کلونو کې د اړیکتیايي نظام د زیاتېدونکې غوښتنې له امله دا کاروبار په چټکۍ پرمختګ کوي.

کارپوهان وایي، په لږ لګښت تشیال ته د سپوږمکیو د استولو له امله هند د دغه صنعت پر مرکز بدلېږي.

نور هڅول

د هند تشيالي برخه

د عکس سرچینه، Reuters

نیوکګر یا نقادان وايي، چې هند ساینس کې د پرمختګ لپاره ډېره پانګونه کوي، خو د هېواد ټولنیز پرمختګ څانګه کې اړینه پانګونه هم نه کوي.

هند کې دا مهال لکونو خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري، د برېښنا کمښت سره مخ دي، د ټټۍ یا تشناب کمی شته، پر دې سربېره د سړک او پټلۍ له لارې د اړیکو ستونزه شته، خو حکومتونه وايي، چې په ساینس کې د پرمختګ لپاره لګښت کول د ټولنیز پرمختګ د ټولو څانګو د پرمختګ لار ده.

هند د اوسني توغندي په توغولو سره هیله من دی چې مخ پر وده هېوادونه به وهڅېږي چې د لوېدیزو هېوادونو پر ځای د دوی وړتیا او اسانتیا وکاروي او له نیوکو سره سره هند په دې برخه کې نوره پانګونه کوي، بودیجه یې زیاتوي او اوس زهرا سیارې ته د ماموریت غځولو پلان لري.