تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نوې درملنه پر ایچایوي د اخته کسانو ژوند اوږدوای شي
څېړنه ښيي، د ایچایوي درمللو نویو رودو پر مټ شوني شوې هغوی چې یاده ناروغي لري، تقریباً نورمال او اوږد ژوند وکړي.
د څېړنې له مخې، په ایچایوي اخته ځوانان چې په ۲۰۱۰ کال یې درملنه پیل کړې وي، تر هغو لس کاله ډېر ژوندي پاتېدای شي چې په ۱۹۹۶ کال یې درملنه پیل کړې وي.
د ډاکټرانو خبره دا ده چې د ایچایوي سملاسي درملل د اوږده ژوند او سلامتیا لپاره ډېره اړین دي.
د دوی په خبره، اوسمهال هم داسې کسان ډېر دي چې په ایچایوي اخته وي، خو پې پوه نه وي.
څېړنه د برسټل پوهنتون څېړنډلې تر سره کړې ده. د دوی په خبره، د ایچایوي په درملنه کې وروستی پرمختګ د نویو هغو درملو له امله دی چې جانبي تاوان یې کم، خو د ایډز وایروس په مهارونه کې اغېزناک دي.
روغتیاپالانو دغه پرمختګ په تېرو ۴۰ کلونو کې په طبي برخه مهمه لاسته راوړنه بللې ده.
پروفیسر سټوکس لیمپرډ وايي، دا ډېره ستره طبي لاسته راوړنه ده، هغه ناروغي چې یو وخت یې درملل ناشونې ګڼل کېدل، اوس کابو کېدای او ناروغ یې تر ډېره ژوند کوای شي.