تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تر '۲۰۲۰' پورې د مسافر ژغورنې بې پیلوټه الوتکه جوړېږي
د بې پیلوټه الوتکو جوړوونکي یوه اسرائیلي شرکت ویلي، تر ۲۰۲۰ کال پورې به د مسافرو د ژغورنې بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي. ددغه شرکت یادې الوتکې په تېره نومبر میاشت کې د لنډ واټن الوتنو ازموینه وکړه.
د ''اوربان ایروناټکس'' په نامه دغه شرکت له ۱۵ کلونو راهیسې د یادې الوتکې د جوړېدو چارې پیل کړې چې تر ډېره غواړي د پوځي موخو په ژغورلو کې وکاروله شي.
د ''کورمورانټ'' یا تورې هیلۍ په نامه پر دغې بې پیلوټه الوتکې نژدې ۱۴ میلیون ډالر لګول کېږي، چې تر ۵۰۰ کیلوګرامو وزن لېږدوي او په یوه ساعت کې یې چټکوالی ۱۸۵ کیلومتره دی.
شرکت وايي، د الوتکې د ننه سیستم ډېر خوندي دی.
دا نوې بې پیلوټه الوتکه به په عمودي ډول پورته کېږي او ښکته کېږي، د ودانیو پرسر، استوګنیزو سیمو او د برېښنا مزو لاندې به په خوندي توګه الوتنه کولای شي.
د دغه شرکت اجرایوي مشر رافي یولي وویل ''دې کار د کورمورانټ د یوې ښې نمونې جوړولو لپاره لاره هواره کړې، چې د ټکنالوژۍ په برخه کې ښه وځلېږي''.
د چین ایهانګ شرکت هم د بې پیلوټه الوتکو جوړول پیل کړي، چې په پام کې ده راتلونکې جولای میاشت کې به د امریکا نیوادا ایالت کې ازمایښتي الوتنې وکړي.
د لندن امپریال کالج د هوايي ربوټونو د لابراتوار مشر ډاکټر میرکو کواچ وویل: ''دغه په پام کې نیول شوې بې پیلوټه الوتکه به د شخصي بې پیلوټه الوتکو د پرمختګ لپاره نور امکانات زیات کړي، نه دا چې څېړنیز کارونه یې په مټ وشي، بلکې یوڅه وهم لېږدولای شي. ''
دی زیاتوي: ''ددغو الوتکو د خونديتابه او اسانه کارونې لپاره لاهم ډېر ټکنالوژیک کار ته اړتیا ده، خو په بازار کې یې عام کول انسانانو ته له یوه ښاره بل د هوا له لارې لېږدولو ته لاره هواروي.''
د امپریال کالج میخانیکي هندسې د برخې یو مسلکي راوي ویدیاناتان وايي، د یادې اسرائیلۍ الوتکې وروستۍ تجربه د لنډ واتن الوتنو په ازمیښتونو کې یوه ''تاریخي شېبه'' وه، خو وروسته به دا الوتکه د بشري ژغورنې او پوځي موخو لپاره وکارول شي.
ده بي بي سي ته وویل: ''د ځانګړو اپلېکیشنونو (کاریالونو) او د خوندیتاه د ثبت اسانتیاوې پکې جوړول ښه نظر دی. ''