د ښکاري پړانګانو نسل ورکېدو ته نژدې شوی

یوې څېړنې ښودلې چې په وروستیو کلونو کې د ښکاري پړانګانو نسل ورکېدو ته نژدې شوی دی. راپور وايي، دامهال د ځمکې پرسر د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نژدې ۷۱۰۰ پړانګان شته.

څېړنه وايي، د ځمکې له مخه د تي لرونکو حیواناتو د نسل ورکېدو ګڼ لاملونه دي، چې ستر لامل یې د خوندي ملي پارکونو بهر هغوی ته د هوسا ژوند نه برابرېدل دي او بل دا چې له انسانانو سره یې پرله پسې شخړه ده.

د څېړنې چمتو کوونکو سپارښتنه کړې ده که د تي لرونکو حیواناتو ژوند ته پام ونه شي، ډېر ژر به یې نسل د ځمکې پرسر ختم شي.

د اسیايي پړانګ الونیه کېدل

نوې څېړنه وايي، په وچه کې ډېری پړانګان د افریقا په شپږو جنوبي هېوادونو کې اوسېږي.

وايي خال لرونکي پړانګان له اسیايي هېوادونو بیخي په ورکېدا دي، خو یوازې ایران کې نژدې ۵۰ پړانګان شته.

دا چې پړانګان تر نورو ښکاري حیواناتو ډېره غوښه خوري، دوی د غوښې موندلو لپاره له خپلو استوګنځیو ډېر لیرې سفرونه کوي.

د دوی د نسل ۷۷ سلنه پړانګان له ملي پارکونو او ځنګلونو بهر وځي.

خو بهر کې یې له بزګرانو سره شخړه په ډېرېدو ده، ځکه نو بزګران یې ښکار کولو ته مخه کوي.

له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې زیمبابوې کې د پړانګانو شمېر له ۱۲۰۰ نه ۱۷۰ ته راټیټ شوی، دا ځکه چې هلته ډېری ځنګلي او حیواناتو ته ځانګړې شوې ځمکې د انسانانو په تصرف کې راغلې دي.

پړانګان د خرڅلاو لپاره

د پړانګانو د ساتنې اړوندې مؤسسې د راپور له مخې، په تور بازار کې د خرڅېډونکو پړانګانو او د هغوی د بچیانو شمېر لسګونو زرو ته رسېږي.

دغه مؤسسه وايي، په تېرو لسو کلونو کې تر ۱۲۰۰ ډېر د پړانګ بچیان په ناقانونه توګه له افریقا نه بهر ته قاچاق شوي، خو وايي ۸۵ سلنه یې د لېږد پرمهال له مرګوني حالت سره مخامخ شوي.