تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۱۰۲ کلن ساینسپوه د دفتري کار د ځای پر سر جنجال وګاټه
د اسټرالیا تر ټولو بوډا خو په کار کې ښکېل ۱۰۲ کلن ساینسپوه د یوه اسټرالیايي پوهنتون په انګړ کې د دفتري کار د جاري ساتلو دعوه یا جنجال وګاټه.
ډېویډ ګوډال ته ویل شوي وو، د لوېدیزې اسټرالیا د ایډیت کاون پوهنتون انګړ کې کار یې خوندیتوب ګواښي، ځکه پکار دي، چې راتلونکی کال له کوره خپل کار وکړي.
خو پوهنتون اوس د ده لپاره بل ورته کارځی پیدا کړی دی.
د اسټرالیا تر ټولو بوډا کارمن ساینسپوه ډاکټر ګوډال په اویا کلونو کې د چاپیریالپوهنې په تړاو له سلو ډېرې څېړنیزې لیکنې کړې دي.
ډاکټر ګوډال له دوو لسیزو راهیسې د ایډیت کاون پوهنتون په انګړ کې کار کاوه، خو په تېر اګسټ کې دغې ادارې د نوموړي د خوندیتوب په هکله اندېښنه وښوده او ترې ویې غوښتل چې خپل دفتر وتړي.
دا ډاکټر ګوډال ته یو بل خنډ و، ځکه له دې مخکې ورته ویل شوي وو چې د سترګو نظر د کمزوري کېدلو له امله دې د تمرینونو ځای ته د تللو په مهال پخپله موټرواني نه کوي.
خو اوس پوهنتون وايي، د ډاکټر ګوډال استوګنځي ته نږدې یې پرانیستي ځای کې "ډېر ښه" دفتر ورته پیدا کړی دی.
د پوهنتون مرستیال مشر سټیو چپمن بي بي سي ته وویل: "زه خوشال یم، موږ حل لار موندلې او ډیویډ به هم په پوهنتون کې له پاتې کېدلو ډاډمن وي".
ډاکتر ګوډال هم وايي، خوشال دی چې پوهنتون ور سره جوړ جاړی وکړ.
هغه بي بي سي ته وویل: "زه هیله من یم چې د سترګو نظر مې کار کوي، تر هغه په خپله برخه کې ګټور کار وکړم".
"خو لا هم فکر کوم چې پر خوندیتوب ټینګار ته اړتیا نه وه".