تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له لس زره کلونو را هیسې انسان په لوښو کې سبزي پخوي
- Author, هلن بریګز
- دنده, د بي بي سي نیوز علمي خبریال
وروستي موندنې ښيي، چې نږدې لس زره کاله مخکې خلکو په دېګ کې د غرنۍ سبزۍ او غلې دانې پخول پیل کړل.
پوهان وايي، دا خواړه (پوره) د ښکار د غوښې په نشتوالي کې د خلکو دویم خوراک و.
په لیبیا کې د افریقا سترې صحرا په دوو انګړونو کې د دې لوښو ټوټې موندل شوې چې هغه مهال زرغونه او اباده وه.
په لوښو کې د غلو دانو او بوټو پخول د هغه مهال لپاره لوی پرمختګ و.
د برېسټل پوهنتون ډاکتر جولي ډان وايي: "دا د سبزۍ د پخولو لومړني شواهد دي او جالبه دا ده چې ښيي، دغه ښکاریان د افریقا شمال کې د غلو دانو، پاڼه لرونکو او سمندري بوټو لومړني ټولوونکي او کاروونکي وو".
زرغونه دښته
د افریقا لویه صحرا یا دښته چې هغه مهال زرغونه او شنه ځمکه وه له سیندونو او سمندرګیو نیولې د اسانو او پیلانو په ګډون د لویو ژوو ټاټوبی و.
کومو خلکو چې دلته ژوند کاوه، غرنۍ غلې دانې، پاڼه لرونکي او سمندري بوټي یا سبزي یې ټولول.
ډاکټر ډان وايي: "د پختن د داسې لوښو پنځولوـ چې د تودوخې په مقابل کې ټینګېدلی او د ډېر وخت لپاره یې د بوټو د ځوښولو شونتیا برابروله- د هغو بوټو پراختیا ته هم لار جوړه کړه چې له تاریخ مخکې خلکو کارول او په داسې سبزي کې وګڼل شول چې له هغه مخکې د کارولو وړ نه و او ان زهري و".
له دې کولالي لوښو سره نږدې د بوټو د نرمولو لپاره کارېدونکي ډبرې(بغرۍ) هم پیدا شوې، چې ښيي ممکن دانې یې پکې اوړه کولې.
ډاکټر ډان وايي: "یا هم ښايي غلې دانې د ډېر وخت لپاره پخېدلې او یو ډول پوره یې ترې پخوله".
"جالبه دا ده چې دا (پوره) په اوسنۍ افریقا کې اوس هم یو اصلي خوراک دی او ممکن اوږده مخینه لري"
اول ځل دېګ چرته جوړ شو؟
انسانانو دوه ځلې په دوو مختلفو سیمو کې دېګونه پنځولي: اول په ختیزه اسیا کې او نږدې ۱۶ زره کاله وړاندې، وروسته هم د افریقا شمال کې نږدې ۱۲ زره کاله وړاندې.
څېړونکو د کولالي لوښو له سلو ډېرې ټوټې د لیبیا دښتې په دوو لرغونو انګړونو کې موندلې دي.
دوی وايي، دا لوښي د بوټو یا سبزۍ د پخولو لپاره کارېدل، ځکه د دېګونو په بېخ کې یې د ناستو غوړینو موادو کاربون ایزوتوپونه هم موندلي دي.
دا لوښي د بوټو د کرلو او کروندې له پیلېدلو لږ تر لږه څلور زره کاله مخکې په دغه سیمه کې کارول شوي دي.
دا لوښي وروسته د حیواني محصولاتو لکه شیدو پخولو لپاره کارېدلي دي.
د سبزي خوړل
لومړنیو انسانانو نږدې درې میلیونه کاله مخکې سبزي خوړلو ته مخه کړه.
پخوانیو انسانانو په لومړیو کې مېوې او هغه توتي دانې خوړل چې نرمې او اسانه هضمېدلې.
بیا یې هغو سبزیو ته مخه کړه چې په اور له پخېدلو وروسته د خوړلو وړ کېدلې.
د کولالي لوښو پنځېدلو په اوبو سره د سبزي پخول شوني او هضمول یې ډېر اسان او د دې بوټو زهر یې ډېر کم کړل.
دا په انساني تاریخ کې مهم ګام ګڼل کېږي.
نشایسته لرونکي خواړه د انرژۍ او مایکرونیترونتونو( د ودې لپاره مهم مواد) ښه سرچینې دي.
سبزي او پخې غلې دانې د راتلونکي لپاره هم زېرمه کېدلې.
دوی ممکن د دې خوړو پر مټ ماشومان د مور له تي بېلول او د مېرمنو بیا میندوارۍ ته لار جوړوله.