تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ساینسپوهانو جراثېم خوړونکې باکتریا موندلې
برتانوي ساینسپوهان وايي، د ناروغیو خوروونکو جراثېمو او ویروس سره په جګړه کې یوه نوې وسله هم اغېزناکه ده او دا وسله هغه باکتریا ده چې مضرې باکتریاوې خوري.
پوهانو د بډلیو وېبرو باکتریا یو درمل تیار کړی چې د وژونکي عفونت په له منځه وړلو کې د ژوندي انټي بیاټیک په څېر مرسته کوي.
پوهان دا هم وايي، چې د دې باکتریا له کارولو د انسان بدن ته کوم بل زیان نه پېښیږي.
ساینسپوهان دا نوې روده نامعموله بولي، خو وايي، باید له پامه ونه غورځول شي.
داسې وېره شته چې د درملو په ضد د بکتریاوو زیاتېدونکي ځواک له امله به یوه ورځ داسې راشي، چې د دوی په ضد به هر ډول انټي بیاټیک تاریختېر شي.
همدغې وېرې ساینسپوهان اړ او وړ کړل چې د جراثیمو په ضد نورې لارې ومومي او د جراثیم خورې( خوړونکې) بکتریا موندل یې دا وړتیا زبادوي.
بډلیو وېبریو په نورو بکتریاوو کې چټکه لامبوزنه ده، نورو بکتریاوو ته ننوځي، په بیړه د کوربه کورنی جوړښت خوري او له منځه وړي.
وژونکی ډوس یا درمل
له خوراک وروسته خپله پخوانۍ بڼه غوره کوي او د خپل مړه کوربه له بدن بهر وځي.
د لندن امپریل کالج او نتنګهم پوهنتون ډلې هڅه کړې چې په بډلبو وېبرو باکتریا سره شیګلا باکتریا ووژني.
شیګلا خواړه زهرجنوي، د دې عفوني خوړو له امله هر کال ۱۶۰ میلیونه کسان ناروغېږي او له یو میلیون ډېر مړه کېږي.
لابراتواري تجربه ښيي، چې بډلیو وېبرو د شیګلا په ضد سخته خوځېږي او ویروس یې څلور زره چنده کموي.
نورې ازموینې ښيي، چې د وژونکو ویروسونو له امله په دریو ورځو کې د کب د لاروا ۲۵ سلنه بچ کېږي، خو کله چې بډلیو وېبرو ور کړل شوه، نو ۶۰ سنله لاروا بچ شوه.
د لندن امپریل کالج استاد ډاکټر سرګ موسټوی بي بي سي ته وویل: "دا یو مخ تخلیقي لار ده، مهمه خبره یې دا ده چې کوربه باکتریا یې په مقابل کې له ځان دفاع نشي کولی".
د هغه په خبره، " د ژوندي انټي بیاټیک د کارولو په برخه کې دا موندنه مهم پړاو دی، چې انسانان او څاروي یې کارولی شي."
گواښ
څېړونکي باوري دي چې بډلیو وېبرو باکتریا له بدن د پیدا کېدونکو ناروغیو په ځای به د عفوني ټپونو لپاره ډېره ګټوره وي، ځکه دا باکتریا خوره به په اسانه ټپي برخې ته د ستنې په ډول رسول کېږي.
خو وايي، د باکتریا خورې د ډېر کارونګ لپاره نورې تجربې پکار دي.
بله ښه خبره دا ده، چې بډلیو وېبریو د بدن دفاعي جوړښت په خوځښت راولي، مضرې باکتریاوې له منځه وړي، پر دې سربېره بډلیو وېبرو کومه ناروغي هم نه پیدا کوي.
بدلیو وېبریو بکتریا پر شییګلا سربېره د اي کولای( د مثانې وېروس) او سالمونیلا ( د ترټکې یا ټایپایډ ویروس) په ضد هم کار ور کوي.