د پېښور يوه ښوونځي کې زده کوونکي خپل ځان ويشتلی

د عکس سرچینه، AP
د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د اووم صنف يوه زده کوونکي په دغه ښوونځي کې د ساتنې په يوه ټوپک ډزې کړې او خپل ځان يې ويشتلی دی.
د داودزي پوليسو سټېشن يوه کارکوونکي بي بي سي ته ويلي، سلمان د جان محمد ګل زوی د بيله کۍ سيمې په يوه ښوونځي کې د اووم صنف زده کوونکي و او په ښوونځي کې د کلاشنکوف په واسطه يې خپل ځان وژلی دی.
سلمان يې لېډي رېډېنګ روغتون ته لېږدولی و خو د روغتون کارکوونکي وايي تر دې ځايه له رارسېدو وړاندې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
پوليس وايي هغه مهال کله چې سلمان ډزې کړې وې د ښوونځي ساتونکی موجود نه و او کلاشنکوف په يوه څنډه کې اېښودل شوی و.
پېښور کې پر ښوونځي او په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون له بريد وروسته د ښوونځو او تعليمي ادراو د امنيت د لاټينګولو لپاره هڅې شوې دي.
په ښوونځيو کې ساتونکو ته وسلې ورکړل شوې او امنيتي ساتونکي پر دندو ګومارل شوي دي.
له ښوونځو بهر د وسله والو ساتونکو پر شتون د ماشومانو پلرونو پوښتنې راپورته کړې وې او وايي ماشومان له وسله والو ساتونکو ډارېږي او نشي کولای په ښه توګه زده کړې وکړي.
بل خوا چارواکي وايي د "اورپکو" د بريدونو مخنيوي لپاره وسله وال ساتونکي اړين دي.








