پاکستاني طالبانو یو میاشتنی اوربند اعلان کړ

د عکس سرچینه، AFP
- Author, طاهر خان
- دنده, اسلام آباد
پاکستاني طالبانو د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړی چې د سوله ییزو خبرو ولاړ بهیر یو ځل بیا پیل شي.
د طالبانو ویاند شاهد الله شاهد په حکومت هم غږ وکړ چې د دوی پرېکړې ته مثبت ځواب ووایي.
هغه وویل چې د طالبانو مشرانو خپلو ټولو فعالینو ته لارښونه کړې چې بریدونه بند او پریکړې ته درناوی وکړي.
هغه په یوه وینا کې وویل چې د دیني عالمانو په غوښتنه یې د اسلام او هېواد په ګټه د یوې میاشتې لپاره د اوربند پرېکړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، د حکومت لخوا د طالبانو وړاندیزونو ته مثبت ځواب او د عملي کولو ډاډ یې ورکړی چې د دوی مرکچیانو د سولې د خبرو لپاره حکومتي کمېټې ته رسولي وو.
شاهد الله شاهد ادعا وکړه چې طالبانو په ښه نیت حکومت سره د سولې خبرې شروع کړې وې.
هغه وویل، حکومت به د طالبانو په پرېکړه غور وکړي او د خبرو په لاره کې به پرمختګ وکړې.
طالبانو اوربند په داسې حال کې اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو د وزیرستان په قبایلي سیمه کې په دې ورستیو کې عملیات کړي چې پکې یې جېټ الوتکو څخه هم کار اخیستل شوی و.








