
تېره میاشت یو شیعه وکیل له خپل موټر چلوونکي او ساتونکي سره په ډزو ووژل شو.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ځمکپوهنې یو لوړ پوړی چارواکی په ډزو وژل شوی دی.
دا پېښه د چار شنبې په ورځ (سپتمبر/۲۶) شوې ده. دغه وژل شوي ځمکپوه محسن علي نقوي نوميږي او شیعه دی.
په بلوچستان کې یوه پولیس محمد ایاز رسنیو ته ويلي ښاغلی نقوي په کوټه کې د خپل دفتر د باندې په ډزو ووژل شو.
دغه ایالت چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري له ډېرو راهیسې د توکمیز تاوتریخوالي شاهد دی.
دغه ډول توکمیز بریدونه ډېر کله د شیعه لږکیو او سنیانو تر منځ پېښ شوي او ډېر کله پړه پر طالبانو هم اچول کيږي.
د پولیس مشر محمد ایاز ويلي دا پېښه هم د روان توکمیز تاوتریخوالي د لړۍ یوه برخه ده او موږ به يې وڅېړو.
په بلوچستان کې د پولیسو یوه بل غړي نور بخش وويل چې بریدکوونکي د ښاغلي نقوي د دفتر په وره کې د هغه په تمه ولاړ وو.
نور بخش وايي: "د ښاغلي نقوي د دفتر په وره کې ولاړو برید کوونکو پر هغه له نژدې ډزې وکړې او وتښتېدل".
د محسن علي نقوي کورنۍ وايي له هیچا سره کوم ډول دښمني نه لري او نقوي یوازې او یوازې په دې خاطر ووژل شو چې شیعه و.
د پاکستان په همدې ایالت کې د ۱۹۹۰ کلونو را هیسې د شیعه او سني تر منځ توکمیز تاوتریخوالي شاخوا ۴۰۰۰ کسان وژلي دي.
تېره میاشت یو شیعه وکیل له خپل موټر چلوونکي او ساتونکي سره په ډزو ووژل شو.
په بلوچستان کې د تېلو او ګازو خورا ډېرو زېرمو ته په کتو سره هم دا ایالت د پاکستان د نورو برخو په پرتله ډير شاته پاتې دى او تل له بمي بریدونو او نورو ستونزو سره مخامخ وي.
په ۲۰۰۴ کال کې بلوڅان په خپل ایالت کې د خپلو حقونو په اړه را پاڅېدل.












