
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د جمعې په ورځ(سپتمبر/ ١٤) هټۍ او نور کاروباري مرکزونه د احتجاج په دود تړلي وو.
دا کاربندي د پښتنو ملتپالو په غوښتنه تر هغه وروسته وشوه چې د زيارت په ورځ د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۲۵ کيلو متره جنوب ته وسله والو ١٠ پښتانه کارګران ووژل.
د پښتنوخوا ملي عوامي گوند يوه چارواکي عبدالروف د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې وژل شوي پښتانه د سړک جوړولو په چارو بوخت وو چې څلورو وسله والو پرې بريد وکړ.
ښاغلي عبدالروف وويل بريدکوونکي په دوو موټر ساېلکلونو سپاره وو او د کارگرو له ډلې يې هغه بېل کړل چې پښتانه وو.
يو عيني شاهد هم وايي چې وسله والو د کارګرو تر پېژندګلوۍ وروسته هغوى په کتار کې ودرول او ډزې يې پرې وکړې.
پاکستاني خبري رسنۍ وايي چې بلوڅ بېلتون غوښتنکې ډلې 'یونایټد بلوچ لبېرېشن ارمي' د برید پړه پرغاړه اخستې ده.
د ډلې يوه وياند مريد بلوڅ خبرې رسنیو ته وويل چې حمله دوى کړې ده.
بلوچستان کې خلک وايي چې د پنجشنبې د ورځې پېښه د پښتنو پر ضد په دغه صوبه کې اولنۍ لويه پېښه ده چې د توکميز تاوترېخوالي اندېښنې راټوکولى شي.
د پښتونخوا عوامي گوند چارواکى عبدالروف وايي په تېرو وختونو کې هم بلوڅو بېلتون غوښتونکو خال خال پښتانۀ په نخښه کړي وو خو دا يې په يو ځايي د ډېرو کسانو د وژنې لويه پېښه ده.
د کوټې بازارونه او کاروباري مرکزونه تر ډېره خالي وو او د گاډو تگ و راتگ هم ډېر کم وو.
د پښتنو د وژنې پېښه په داسې يوه وخت کې وشوه چې د بلوچستان ايالتي حکومت د امنيت ښه کېدا دعوه کړې ده.












