بلوچستان: اووه تنه په ډزو وژل شوي دي

د خپريدو وخت: 10:01 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391
کوټه

په یوه ټیکسي ګاډي نا معلومو کسانو ډزې وکړې درې تنه یی ووژل او دوه یی ټبیان کړل

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې د دې سیمي درې تنه شیعه اوسېدونکي وژل شوي دي او دوه تنه نور ټپیان دي.

ځايي پولیس وايي دا د فرقه ایز تاوتریخوالي یوه پېښه ده. بل لور ته د بولان په ډاډر سیمه کې نا معلومو وسله والو په هغو بسونو ډزې کړي، چې د پنجاب ایالت له صادق اباد څخه د کوټې لورته روان وو.

په دې برید کې څلور تنه چې د پنجاب ایالت اوسېدونکي وو، وژل شوي او اته نور ټپیان دي. په ډاډر کې ځايي خبریالان وايي دلته په یوه بل بس هم برید شوی، چې له کوټې څخه پنجاب ته روان و.

په دې برید کې یو مساپر وژل شوی او درې نور ټپیان دي. بل لور ته په کوټه کې په یوه ټیکسي ګاډي هغه مهال ډزې وشوې، چې دغه ګاډی له هزاره ټاون سیمې څخه د ښار پر لور روان و.

په دغه پېښه کې درې تنه ووژل شول او دوه تنه ټپیان دي، چې سمدستې ځايي روغتون ته یووړل شوي دي. له ډزو کولو وروسته په موټر سیکلونو سپاره برید ګر وتوانېدل له سیمي څخه وتښتي.

د پولیسو د یوه ځايي مسوول محمد حسن په خبره وژل شوي او ټپیان ټول شیعه مسلکه هزاره ګان دي. د دې پېښې مسوولیت تر اوسه پورې چا نه دی منلی. خو له دې مخکې په دې سیمه کې پر شیعه ګانو د دغه ډول ډېرو بریدونو پړه د لښکر جهنګوي ډلې منلې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>