د کراچۍ په پښتون مېشتو او نورو سيمو کې تاوتريخوالى شوى

- Author, رحمان الله
- دنده, له پېښوره
په سمندر غاړي ښار کراچۍ کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د بيلا بيلو پيښو له امله تر ١٠ ډير کسان وژل شوي او يو شمير نور ټپي شوي دي.
د پوليسو په وينا د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې د نا مالومه وسلوالو په ډزو کې د پوليسو يو سرتيری وژل شوی، او د دوو سرتيرو په ګډون شپږ نور ټپيان دي.
په دغه سيمه کې ډير د خيبر پښتونخوا اوسيدونکي اوسيږي.
تر پيښې وروسته په سيمه کې تاوتريخوالی زيات شو چې دوکانداران يا هټۍ وال يې دوکانونو تړلو ته اړ کړل.
په ورته پېښو کې د کراچۍ په اورنګي، کورنګي ، بلديه ټاون او نوي کراچۍ کې هم يو شمير کسان د وسلوالو د ډزو ښکار شوي دي.
د ښار په ناظم اباد او لياري سيمو کې د وسلوالو په ډزو کې اووه تنه نور هم ټپيان شوي دي.
د سند سترې محکمې په کراچۍ کې د تاوتريخوالي د پيښو په لړ کې د سند ايالت د پوليسو مشر او د نيم پوځي ځواکونه يا رينجرز مشرته د عدالت د وړاندې کېدو امر کړی.
د سترې محکمې مشر قاضي د کراچۍ د پوليسو او د نيم پوځي ځواکونو د مشرانو په دغه بندري ښار کې د امنيت راوستلو راپور غوښتی دی.
کراچۍ د هيواد تر ټولو ستر تجارتي مرکز دی نو د ښار روانې ناامنۍ د هيواد اقتصاد ته هم ستر زيان اړولی دی.
د کارپوهانو په وينا د سياسي ګوندونو خپل منځي اختلافاتو د ښار امن خراب کړی.
د عوامي نيشنل ګوند سياسي مشرانو په وار وار د حکومت نه غوښتي چې د حالاتو کابو کولو لپاره د ښار کنټرول پوځ ته وسپاري، ځکه چې پوليس او نيم پوځي ځواک د امن په ځای کولو کې پاتي راغلي دي.
د امنيتي چارو کارپوهان وايي په کراچۍکې د پولسيو سرتيري د اهليت نه بلکه د سياسي ملاتړ پر اساس په دندو ګومارل شوي چې اوس په سمه توګه خپل کار نه شي کولی.
د سياست والو له خوا په امنيتي چارو کې لاس وهنه هم د ښار د امن په ځاى کولو کې يو خنډ ګنل کيږي.
په کراچۍ کې چې کله د تاوتريخوالي پېښې زياتې شي نو سند حکومت يې حل په موټر سايکل د دوو تنو سپرليو په بنديز کې لټوي.
په کراچۍ کې له څو ورځو راهيسي دغه بنديز لګول شوی چې د کورنيو چارو صوبايي وزير منظور وسان د پنجشنبې يا زيارت له ورځې د شپې مهال د دغه بنديز د ختمولو امر کړی دى.








