بلوچستان کې د جماعت اسلامي پر مشر سراج الحق ځانمرګی بريد؛ ۷ تنه ټپيان شوي

د بلوچستان په ږوب سیمه کې د پاکستان جماعت اسلامي د مشر سراج الحق د موټرو پر کاروان بريد شوی دی.

د جماعت اسلامي لخوا خپاره شوي بيان له مخې بريد هغه مهال شوی چې سراج الحق ږوب ته د يوې جلسې لپاره روان و.

پر ټوېټر پاڼه جماعت اسلامي دا "ځانمرګی بريد" بللی چې په وينا یې سراج الحق ته په کې زيان نه دی اوښتی.

د ږوب د پوليسو يوه مشر سعید احمد عمراني هم د ځانمرګي برید پخلی کړی او بي بي سي ته یې ویلي چې سراج الحق له چاودنې خوندي وتلی.

جماعت اسلامي وايي، "ځانمرګی بريدګر" وژل شوی او د دوی ۷ کارکوونکي ټپيان شوي، چې د څلورو روغتيايي حالت نازک دی.

جماعت اسلامي ګوند د بريد يوه ويډيو هم خپره کړې چې په کې خلک د موټرو کاروان شاوخوا راټول دي، خو يو ناڅاپه لوګي پورته شي او خلک شاوخوا منډې پيل کړي.

په ويډيو کې د یوه سړي جسد هم ښودل شوی چې جماعت اسلامي یې "ځانمرګی بریدګر" بولي. خو تر اوسه پوليسو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې په دې وروستيو کې بريدونه زیات شوي دي.

د خیبر پښتونخوا له ټانک سیمې رپوټونه وايي چې هلته پر پولیسو دوه جلا بریدونه شوي. د مالوماتو له مخې، لږ تر لږه د دوو پولیسو په ګډون ۲۲ کسان په دغو بریدونو کې ژوبل شوي دي.

بل پلو د بلوچستان د مستونګ سيمې ځايي مسولان وايي چې هلته د پولیو واکسيناتورانو پر ډلې برید شوی.