ميرانشاه کې ولسي جلسه: د 'ډالري جګړې پر ضد کلي په کلي غږ پورته کوو'

د عکس سرچینه، Manzoor Ahmad Pashteen/fb
د پښتونخوا په میرانشاه کې نن (يکشنبه ۲۶ فبروري) ستره ولسي غونډه شوې چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او زرګونو خلکو ګډون کړی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې غونډې اصلي موخه علي وزیر ته پراخ ولسي هر کلی، د 'ډالري جګړو' پر ضد غږ پورته کول او يووالي ته د پښتنو رابلل ياد کړي دي.
علي وزیر له شاوخوا ۲۶ میاشتو بند وروسته دوه اوونۍ وړاندې ازاد شو او له هغې مودې راهیسې یې ځای ځای پراخ ولسي هرکلی کېږي او ورته غونډې نېول کېږي.
په میرانشاه کې نننۍ غونډې ته د وینا پر مهال د یاد غورځنګ مشر احمد منظور پښتین ادعا وکړه چې د "پاکستان پوځ یو ځل بیا په پښتني سیمو کې پخپله خوښه حالت خرابولو نیت لري" او په وینا یې دا کار د" ډالرو اخیستو او ځمکې غصبولو" لپاره کوي.
نوموړي وویل "دا اوس په جانیخېلو کې پوځ لګیا دی او حالت خرابوي، دوی وخت نا وخته تیلفوني اړیکې بندوي او داسې ښکاره کوي چې هلته باید عملیات وشي خو زه ورته وایم چې جانيخېلو مخکې هم درس درکړی او دا ځل که را پورته شوو مونږ ټول ورسره درېږو."
احمد منظور پښتین ټينګار وکړ چې د ولسونو په زور به هر چېرې د "استعماري منصوبو پر وړاندې درېږي".
پر خپل منځي یووالي ټينګار

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
په داسې حال کې چې د زرګونو خلکو لخوا یې غږ بدرګه کېده ښاغلي پښتین وویل "مونږ پښتانه قومونه اتحاد ته رابولو او په ټول توان به خپل وطن ګټو، خپله خاوره به پاکوو او هر غاصب به شړو."
هغه ادعا وکړه چې دمګړۍ هلته د "پښتنو ځمکې په بېلابېلو بهانو غصبېږي، وژل کېږي، وسایل یې نیول کېږي او په وینو یې سوداګري کېږي. "
نوموړي په میرانشاه کې وروستۍ غونډه هلته کمسارۍ اتحاد او د ولس ټينګ باور وباله خو له خلکو یې غوښتنه وکړه چې کلي تر کلي د يووالي غږ ورسوي او د پښتنو د هرې قبیلې وګړي اتحاد او سترو ګټو ته راوبولي.
د غونډې تنظیمونکو ویلي د پښتون ژغورنې غورځنګ له بدې ورځې څخه د خوندیتوب په موخه په پلان کې لري چې د ولسي پاڅونونو په نوم نورې غونډې هم وکړي تر څو خلک ويښ شي او بیا یې په سر سوداوې ونشي.
دې غورځنګ په دې وروستیو کې د کراچۍ په ګډون په بنو، سوات، چترال، خیبر، مومندو او ځينې نورو ښارونو کې سترې ولسي غونډې کړي دي.

د عکس سرچینه، Gilaman Wazir/fb
د پښتون ژغورنې غورځنګ دا جلسي بریالۍ بللي او د احمد منظور پښتین په وینا که څه هم د ډالرو جګړه، ترهګري او د پښتنو ضد حکومتي پالیسۍ په بشپړ ډول نه دي ختم خو ټينګار یې کړی چې که دا ولسي پاڅونونه نه وی شوي نو کېدای شي په پښتونخوا کې حالات له دې ډېر خراب وی.











