له پنجاب وروسته د خیبرپښتونخوا ایالتي اسمبلۍ هم لغوه شوه

خیبرپښتونخوا ایالتي اسامبلۍ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د خیبرپښتونخوا ایالتي اسمبلۍ

د خیبرپښتونخوا د مشر وزیر له امر وروسته، د دغه ایالت والي غلام علي د اسمبلۍ د منحل کېدو سپارښتنه یا لایحه لاسلیک کړې ده.

د پاکستان د قانون له مخې والي کولای شي تر دوو ورځو یا ۴۸ ساعته صبر وکړي، او بیا د اسبملۍ د لغوه کېدوه وړاندیز لاسلیک کړي.

خو والي د ایالتي اسمبلۍ د منحل کېدو لایحه د اعلي وزیر تر غوښتنې څو ساعته وروسته سملاسي ومنله.

ښاغلي غلام علي په دې اړه له بي بي سي پښتو سره مرکه کې وویل چې په دې کار کې یې "بیړه ځکه وکړه چې د عامو خلکو اندېښنې زیاتې نشي."

نوموړی وایي، د دوی ټینګار دا وو چې اسمبلۍ باید لغوه نشي خو د مخالفو ګوندونو استازو خپلې استعفاوې ورلېږلې وي او ده نه غوښتل چې ډېر"وخت ضایع" کړي.

هغه وایي: "ما ورته خپل وړاندیزونه کړي وو چې زموږ د صوبې خپل روایات دي، موږ د جرګې سیستم لرو، سیاست کې تل جنجال کېږي، خو پرېکړه قوم کوي."

له دې وړاندې د پنجاب اعلي وزیر هم ورته لایحه والي ته استولې وه چې اسمبلۍ باید منحل شي خو والي ویلي چې دا کار د جمهوریت په زیان دی او نشي کولای لاسلیک یې کړي.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د اساسی قانون د ۱۱۲ مادې له مخې، ۴۸ ساعته وروسته اسمبلۍ خپله منحل شوه.

بلخوا د تحریک انصاف یا (پي ټي ای) یوه مشر فواد چودري پدې تړاو ویلي، تحریک انصاف ګوند به ټولو هغو څوکیو ته چې د ملي اسمبلۍ مشر راجا پرویز اشرف یې استعفاوې منلې، بیا ځلي ټاکنو کې برخه اخلي.

ښاغلي چودري ویلي، پخوانی لومړی وزیر عمران خان به دې ټولو څوکیو ته نوماندان ولري.

اوس به په خیبرپښتونخوا کې لنډمهالۍ حکومت جوړېږي چې ټاکنې وشي او د پایلو پر اساس به یې نوی حکومت د چارو واګې په لاس کې واخلي.

د خیبرپښتونخوا والي وایې، ټاکنو ته له چمتوالي وروسته به په درېیو میاشتې ټاکنې وشي.

خو نوموړی وایې دا چې شپږ میاشت وروسته نورې ټاکنې هم را روانې دي، ښايي دا چاره "عام خلک ډير ستړي او سرګردانه کړي"

ټاکل شوې په پاکستان کې راتلونکو نژدې شپږو میاشتو کې د قامي اسمبلۍ لپاره تازه ټاکنې وشي. که څه هم پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دې ټاکنو د ژر کېدو غوښتنه کوي، خو په واک کې سیاسي مخالفان یې نه ورسره مني.

ښاغلی غلام علي ددې ټولو کارونو د "پایلو مسئول هغه خلک بولي چې په وینا یې اسامبلۍ یې ماته کړه."

د پاکستان د ملي اسبلۍ مشر د عمران په مشرۍ د تحریک انصاب او شیخ رشید په مشرۍ د عوامي مسلم لیګ ګوندونو د ۳۵ استازو استعفاوې منلې وې.

دارنګه ددې هېواد ټاکنو کمېسیون هم د ملي او ایالتي اسامبلیو د هغو غړو باور لیکونه لغوه کړي چې استعفاوې کړې دي.

تحریک انصاب ګوند ویلي، دوی به په ټول ځواک په ټاکنو کې ګډون کوي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې مشر راجا پروېز اشرف په تېره جولای میاشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) اړوند لسو پارلمان غړو استعفاوې تائید کړې وې.

دې استازو د تېر اپریل میاشتې پر ۱۱ نېټه استعفاوې کړې وې.