د پښتونخوا عالمانو د افغان نجونو زدکړو ملاتړ کړی؛ طالبان وايي د "مشرتابه" پرېکړې ته په تمه دي

تر کابل وروسته پښتونخوا کې هم یو شمېر دیني عالمانو افغانستان کې تر شپږم ټولکي پورته د نجونو د تړلو ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

په دوی کې د جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي په څېر د پاکستان د مذهبي ګوندونو غړي او د بېلابېلو مسلکونو عالمان شامل دي.

دوی د پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې د یوه سیمینار له لارې افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو ملاتړ وکړ.

دغو دیني عالمانو ویلي افغانستان کې د نجونو زدکړې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده، خو دوی بیا هم غواړي چې طالبان په دې اړه خپله پرېکړه وارزوي، ځکه د دغو دیني عالمانو په وینا " له داسې پرېکړو سره نړۍ کې د اسلام نوم ته زیان اوړي."

افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، د له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د تړلو پرېکړه د طالبانو مشرتابه کړې.

د دغه وزارت یوه چارواکي بي بي بي پښتو پاڼې ته وویل: "که زموږ مشرتابه هرکله د ښوونځیو د پرانیستو امر وکړي، موږ د ټولو ښوونځیو شروع کېدو ته چمتو یوو"

خو روښانه نه ده چې د طالبانو مشر به چې خلکو نه دی لیدلی، کله خپل حکومت ته د ښوونځیو د بېرته پرانیستو اجازه ورکوي.

د یادونې ده چې کابل کې هم یو شمېر ديني عالمانو د پنجشنبې پر ورځ یوه غونډه کې ویلي و چې له زدکړو د نجونو محرومول شرعي او ديني اړخ نه لري او نجونې کولی شي د اسلامي حجاب په مراعتولو سره زدکړې وکړي.

دوی د طالبانو مشرتابه ته یو لیک هم استولی چې پکې راغلي ښځو ته د ټولنې بېلابېلو برخو کې اړتیا ده او په کار ده چې د زدکړو ملاتړ يې وشي.

د افغان دیني عالمانو دې غوښتنې ته په کور دننه تود هرکلی شوی و.

"طالبان باید نجونو له زدکړو منع نه کړي"

د پښتونخوا د پاړه چنار يو دیني عالم چې د پېښور يوه مدرسه کې ښوونکی دی، رحمان الله سره په خبرو کې ویلي: "پکار ده چې طالبان جینکۍ له زدکړو منع نه کړي. که طالبانو ته په پردې کوم اعتراض وي، نو پرده هر وخت ضروري ده خو پکار ده چې د زدکړو د منع کولو په ځای دې د نجونو زدکونکو لپاره په پرده کې د زدکړو انتظام وشي."

د پېښور يو مذهبي عالم او د خيبر پښتونخوا مشر خطيب مولانا طيب قريشي وايي "افغانستان يو ازاد هېواد دی، خو زمونږ غوښتنه به دا وي چې داسې موقع دې چا ته نه ورکولو کېږي چې ګوته ورته ونیسي او تور پرې ولګوي نو له خپل کلتور او مذهبي روايتو سره سم باید جينکو ته د زدکړو اجازه ورکړل شي."

دغو مذهبي عالمانو که څه هم په زغرده افغانستان کې د طالبانو لخوا د نجونو ښونځيو د تړلو پرېکړه ونه غندله خو د مختلفو دیني حوالو په ورکولو سره یې اسلام کې د نجونو د زدکړو اهميت روښانه کړ."

د طالبانو حکومت دا پرېکړه په کور دننه او نړۍ له غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

په دې لړ کې تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش یو ځل بیا افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زدکړو د نجونو پر راګرځول کېدو "ژوره خواشیني" ښودلې او ویلي یې دي "د افغان نجونو او ښځو د حقونو ملاتړ، له لوږې د ماشومانو او له بې وزلۍ د خلکو د ژغورو په معنا دي."