تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سرچینه: د پاکستان حکومت یو پلاوی له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
پاکستاني حکومتي سرچینو له پاکستاني طالبانو سره د سولې د خبرو له لومړني پړاوه خبر ورکړی او ویل شوي یو پلاوی افغانستان ته تللی چې د افغان طالبانو په منځګړيتوب له پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) مشرانو سره خبرې وکړي.
تراوسه په رسمي ډول د پاکستان حکومت او تحریک طالبان څه نه دي ویلي خو بي بي سي ته یوې سرچینې منلې چې له تېرو دوه اونیو راهيسې دا ډول لیدنو لپاره چمتوالی کېده.
د جمعې پر ورځ اسلام اباد کې ځینې سرچینو خبریالانو ته وویل، یو پلاوی له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په رپوټ کې هم ویل شوي، د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني په منځکړیتوب تېرو دوو اونیو کې پرلپسې ناستې شوې دي.
ډان لیکلي، د پاکستاني طالبانو له لوري د خپلو بندیانو خوشي کېدو شرط وړاندې شوی، چې که څه هم شمېر یې ډېر نه دی، خو د ورځپاڼې په خبره ښايي د باور جوړولو لپاره یو ګام شي.
بي بي سي په دې اړه د افغان طالبانو له ویاند پوښتنه وکړه، خو تر اوسه یې کوم وضاحت نه دی ترلاسه کړی.
تحریک طالبان پاکستان تر اوسه رسماً په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د پاکستاني طالبانو یوه قومندان بي بي سي ته د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، په مارچ میاشت کې د پاکستان حکومت او دوی تر منځ اړیکې شوې وې او د سراج الدین حقاني په منځګړیتوب د خبرو دوام ژمنه شوې وه، خو په افغانستان کې وروستیو بدلونونو د مذاکراتو دا هڅې ټکنۍ کړې وې.
له دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره میاشت د ترکیې له ټي ار ټي خبري شبکې سره خبرو کې وویل، د تحریک طالبان پاکستان له ځینو ډلو سره خبرې کوي او که هغوی وسله پر ځمکه کېږدي، و به بښل شي.
ښاغلی خان ویلي و، دغه خبرې د افغان طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې کېږي، خو په وینا یې د دې خبرو د بریالیتوب په هکله څه نه شي ویلای.
له دې وړاندې لوړ پوړو پاکستانیو چارواکو ویلي و کابل ته د پاکستان د استخباراتو د مشر سفرونه هم ددې لپاره و چې له افغان طالبانو دا ډاډ ترلاسه کړي چې افغان خاوره به د دوئ پر ضد نه کاریږي.