خړ کمر پېښه؛ پاکستان حکومت د محسن دوړ او علي وزیر پر ضد دعوه بېرته واخیسته

د عکس سرچینه، Twitter/@SJ_Dawar
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي
د خیبر پښتونخوا بنو سیمې ترهګرۍ ضد محکمې د پاکستان حکومت له لوري د دعوې له بېرته اخیستو وروسته د خړ کمر پېښې قضیه استخراج کړې.
پروسږ کال د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د ډزو له یوې پېښې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ محسن دوړ او علي وزیر نیول شوی وو. د پاکستاني پارلمان دغه دواړه غړي څلور میاشتې وروسته د ضمانت بدل کې خوشي شوي وو.
محسن دوړ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
''د خړ کمر ډله ییزې وژنې وروسته په زندان کې ځینو رسنوالو او وزیرانو پر ما او علي وزیر تور پورې کړی و، چې ګواکې پوځیان مو وژلي، خو نن محکمې موږ دواړه له دې تورونو خلاص کړو، نن ورځ د خړ کمر د شهیدانو په نامه ده، زه به هېڅکله خپل ملګري هېر نه کړم، چې پر موږ یې د ګولیو باران کې مړي شاوخوا پراته ول. ''
پاکستان حکومت د دې قضیې لړ کې د خپلې دعوې بېرته اخیستو درخواست د مارچ میاشتې پر ۱۶ مه کړی و او نن چهارشنبه د بنو سیمې ترهګرۍ ضد محکمې د خیبر پښتونخوا په یوه بل ښارګوټي ایبټ اباد کې د حکومت دغه غوښتنه ومنله.
محسن دوړ او علي وزیر له نیول کېدو وروسته په هریپور زندان کې ساتل کېدل او کورنیو چارو وزارت یې همالته د محاکمې پرېکړه کړې وه.
محسن دوړ بي بي سي ته ویلي، د ضمانت بدل کې یې له خوشي کېدو وروسته پېښور یا بنو ته د قضیې لېږدولو غوښتنه کړې وه، چې ومنل شوه.
د نوموړي په وینا له هغه وروسته حکومت بېرته په ایبټ اباد سیمه کې د محاکمې وویل او دوی بېرته محکمې ته عریضه وکړه، خو له هغه وروسته حکومت د دعوې بېرته اخیستو لپاره له دوی سره اړیکه ونیوه.
نوموړی وايي، حکومت ورته ویلي و، چې د دغې قضیې خلاف دې په ستره محکمه کې خپله دعوه بېرته واخلي.
خړ کمر کې څه شوي وو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پروسږ کال د مې میاشتې پر ۲۶ ورځ د شمالي وزیرستان دته خېلو سیمې په خړ کمر کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو یوې پوستې سره د ډزو پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي وو او ۲۵ نور ټپیان شوي وو.
د پېښې پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو پوستې ته نژدې پرلت کړی و. د سیمې خلکو په وینا دوی د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو پر ضد لاریون کړی و او کله چې یې مشران هغه ځای ته ورغلل، د ورتګ اجازه نه ورکول کېده او بیا ناڅاپه ډزې وشوې.
د عیني شاهدانو په وینا په ظاهره داسې ښکاریده، چې ډزې له مخامخ پوستې کېدې. پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي، ډزې امنیتي ځواکونو وکړې، خو امنیتي ځواکونه بیا دا ادعا ردوي او پر دوی د ډزو پیلولو تور پورې کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دریځ

د عکس سرچینه، PTM
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن دوړ وايي، د سیمې خلکو پر هغه ورځ له یوې ځايي ښځې سره د امنیتي ځواکونو نامناسب چلند او د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو پر ضد لاریون کاوه.
د ښاغلي دوړ په خبره دی او علي وزیر په هغه ورځ د لاریونیانو لیدو ته ورغلل، خلک یې هرکلي ته رامخکې شول، دوی هڅه کوله له پوځيانو سره د خبرو له لارې ستونزه حل کړي، خو امنیتي ځواکونو د مخکې تګ اجاره نه ورکوله او وروسته یې پر سوله ییزو لاریونیانو مخامخ ډزې وکړې، چې پایله کې یې ۱۵ کسان ووژل شول او ۲۵ ټپیان شول.
د غورځنګ مینه والو په پاکستان او د نړۍ په ګڼو نورو هېوادونو کې د خړ کمر پېښې پر ضد پراخ لاریونونه وکړل او د پاکستان پوځ یې د بېنګناه خلکو په وژلو تورن کړ.
د پاکستان حکومت دریځ

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي، له هغې پېښې یوه ورځ مخکې یې له سخت دریځو سره نښته کې دوه مشکوک کسان نیولي وو او د پېښې پر ورځ د هغو کسانو د خوشي کېدو لپاره یو شمېر کسانو لاریون کړی و.
د پاکستاني پوځ عامه اړیکو ادارې ای ایس پي ار په اعلامیه کې ویل شوي وو، چې لاریونیان پر پوسته ورختلي وو او بیا یې لومړی ډزې وکړې، چې وروسته په متقابلو ډزو کې درې کسان ووژل شول.
له پېښې وروسته محسن دوړ او علي وزیر ونیول شول، له بنو سیمې هریپور زندان ته ولېږدول شول او په سیمه کې ګرځبندیز ولګېد.
د پاکستاني پارلمان دغه دواړه غړي څلور میاشتې وروسته د ۲۰۱۹ کال سپتمبر پر ۱۹ د ضمانت بدل کې له زندانه خوشي شول.








