پښتونخوا کې د بودا ۱۷۰۰ کاله پخوانۍ مجسمه د 'مذهبي مشرانو' په غوښتنه ماته کړل شوه

د خیبر پښتونخوا په مردان تخت بايي سیمه کې د یوه کور لپاره د کېندنې پر مهال د بودا ۱۷۰۰ کاله لرغونې مجسمه موندل شوې، خو د کور جوړونکی ټیکیدار وايي، د ځايي 'مذهبي مشرانو ' په لار ښوونه یې دا مجسمه ماته کړه.

ځايي پولیسو بیا له پېښې وروسته څلور کسان نیولي دي. د صوبې لرغونو اثارو ساتنې او پالنې اداره وايي، دوی هم معلومات راټولوي او د مسوولو کسانو نیولو غوښتنه کوي.

له پېښوره نژدې اتیا کیلومتره لېرې دغه پرته سیمه د لرغونو اثارو له کبله مشهوره ده، چې تاریخ یې ۲۰۰۰ کلونو ته رسېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د لرغونو اثارو ساتنې ادارې مشر عبدالصمد بي بي سي ته وویل، په سر بنډي کلي کې د کور جوړولو لپاره کېندنه کېده، چې د بودا مجسمه وموندل شوه، خو خلکو ماته کړې ده.

ځايي خلک وايي، د مجسمې له موندل کېدو وروسته 'مذهبي مشران هلته راغلل او ویې ویل چې د بودا مجسمه ماته کړئ او له هغه وروسته مزدورانو او ټیکیدار په څټکو ماته کړه. '

پر خواله رسنیو هغه ویډیويي کلیپ هم خپور شوی، چې خلک پکې د مجسمې ماتولو په حال کې لیدل کېږي.

د تخت بايي سیمې په هکله مورخین وايي، چې په تېرو وختونو کې د بودايي مذهب منونکو مهم علمي مرکز وو. په دغه سیمه کې د دوه زره کاله پخواني مدنیت نښې نښانې او اثار پاتې دي.

له مردانه ۳۰ کیلومتره لېرې دغه سیمه کې د تخت بایي تر څنګ دوولس، دیارلس نور داسې ځایونه هم شته چې د (ویده بودا) او نورو بودايي مجسمو تر څنګ پکې د اشوکا دورې اثار هم شته.

دغه تاریخي اثار پر متحده هندوستان د انګریزانو حکومت پر مهال ۱۸۳۶ کال کې موندل شوي، په ۱۸۵۲ کې یې کیندنې پیل شوې او په ۱۹۸۰ کال کې ملګرو ملتونو نړیوال میراث وبلل.

پر خواله رسنیو د بودا مجسمې ویجاړولو دغه پېښه سخته غندل شوې او د مسوولو کسانو نیولو غوښتنه شوې. سیاستوال افراسیاب خټک دغه پېښه د پښتنو د پېژندګلوۍ له منځه وړلو یو سیستماتیکه هڅه بللې.