تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د غنمو کمى، ډوډۍ پخوونکو د کاربندۍ گواښ کړى
پاکستان کې د اوړو د کمي له امله خلک يو ځل بيا له سختو ستونزو سره مخ دي. د خېبرپښتونخوا په ګډون په نورو ایالتونو کې ډوډۍ پخوونکو خبردارى ورکړی، که اوړه د پخوا په څېر په ټيټه بيه ترلاسه نکړي نو سر له سبا دوشنبې به کاربندیز اعلان کړي.
په ګڼو ښارونو کې د اوړو د پېرودنې لپاره د خلکو لوى کتارونه ترسترګو کېږي. د ځايي وګړیو په وينا د اوړو له کموالي سره يې بیه هم لوړې شوې او د يوې شل کيلويي بوجۍ اوړو په بیه کې سل پاکستانۍ روپۍ زياتوالى راغلى. پاکستان کې د غلو د دولتي ژرندو يا ميلونو ویاند عاصم رضا وايي په پنجاب ایالت کې اوړه کم نه دي خو په نورو ایالتونو کې بيا ځکه دا ستونزه رامنځته شوې چې په لويو لارو کې د لړې له امله له پنجاب ايالته نورو سيمو ته د موټرو تګ راتګ بند شوى و. د دغه چارواکي په وينا يوازې په بلوچستان کې د اوړو بيه له دې امله لوړه شوې چې مرکز د دغه ايالت د غلې برخه نه ده بېله کړې او دوى اړ شوي چې له خصوصي زيرمو يې وپېري.
ښاغلي رضا ویلي "د سېند او پښتونخوا ایالتونو د غنمو برخه مرکز بېله کړې خو دا چې د لُړې له امله ګاډو تګ راتګ نه شوای کولی، نو دا کمی رامنځته شو."
که څه هم ښاغلی رضا ټينګار کوي چې په پنجاب کې د اوړو کمى نشته، خو په ورته وخت کې بي بي سي سره خبرو کې يې منلې چې درې لکه ټنه غنم يې له بهره راغوښتي دي.
بل لوري ته د پاکستان اطلاعاتو مرستیالې وزیرې فردوس عاشق اعوان له خبریالانو سره خبرو کې وويل، د غلې کمى په لوی لاس رامنځته کړل شوى او د عاملينو پر وړاندې يې ګام پورته کېږي.
د پنجاب ایالت د اعلى وزير په لارښوونه د ټولو هغو ژرندو پر وړاندې ګام پورته شوى چې اوړه يې په لوړه بيه پلورل. د دغه ايالت په شپږو ولسوالیو کې ځينې اړوند لوړ پوړي افسران هم له دندو ګوښه شوي دي. پر دغو چارواکو تور و چې د ژرندو او د اوړو د زيرمتونو له څښتنانو سره يې د بيو په لوړولو کې لاس درلود.