امریکا کې د "ملاله " یوسفزۍ په نوم ښوونځی

د امریکا ټیکزاس ایالت کې د ماشومانو د یوه لومړنۍ ښوونځي نوم ملاله یوسفزۍ اېښودل شوی دی، چې منظور یې پښتنه ملاله یوسفزۍ ده.

ملاله یوسفزۍ د پښتونخوا سوات کې زېږېدلې او دا مهال اکسفورډ پوهنتون کې زدکوونکې ده.

نوموړې تر ټولو په کم عمر د سولې نوبل جایزه ګټلې ده.

د ښوونځي مسوولان وايي، له ځايي خلکو سره په مشوره یې پر ښوونځي د ملاله یوسفزۍ نوم اېښی دی.

د جنورۍ ۷ د ښوونځي اوله ورځ وه.

د ښوونځيو اړوند یوه ځايي چارواکي ایمانډا بوبیلا له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، په دې ویاړي چې پر ښوونځي یې د ملاله یوسفزۍ نوم اېښی دی:

"ملاله ټولې هغه ځانګړنې لري چې موږ یې خپلو زدکوونکو ته هم غواړو".

هغه زیاته کړه، د ښوونځي مدیر زدکوونکو ته دا هم ښيي چې ملاله یوسفزۍ د زدکړو برخه کې څومره مرسته کوي.

د ښوونځي ادارې خپل بیان کې ویلي، د نوم غوره کولو لپاره د ښوونکو، د زدکوونکو د میندو پلرونو، زدکونکو او ځايي خلکو یو بورډ جوړ شو، چې له سلو ډېر نومونه یې وړاندې کړل او دې کې ملاله یوسفزۍ نوم غوره شو.

د ملالې یوسفزۍ د نوم غوره کولو لویه وجه دا ده چې په کم عمر یې د ماشومانو د زدکړو لپاره غږ پورته کړی او هڅې کړې دي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې پنځلس کلنۍ کې ملاله له ښوونځي کور ته روانه وه چې طالبانو پرې برید وکړ، خو دې برید یې زړه مات نه کړ.

له دې برید وروسته کال کې هغې د ملګرو ملتونو یوې ناستې ته وینا کې له نړیوالو مشرانو وغوښتل چې د ماشومانو زدکړې باوري کړي.

د نوم اېښودو لپاره خلکو هم دا مشوره کړې وه چې پکار ده ښوونځی د داسې چا په نوم شي چې ټولنیز کارونه یې کړي وي.

د ښوونځی یو مشر ډاکټر چارلز ډوپري وايي، له نورو سره زړه سوی او لارښوول د ملالې مهمې ځانګړنې دي:

موږ غواړو زدکوونکي مو هم دا ښېګڼې ولري.