د اویغور مسلمانانو په اړه د شاهد اپریدي پیغام ته د چینايي چارواکي ځواب

د پاکستان کرېکټ لوبډلې مخکیني لوبډلمشر شاهد اپریدي د ټویټر له لارې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خانه وغوښتل چې په چین کې د اویغور توکمه مسلمانانو د حقونو تر پښو لاندې کېدو هغې موضوع ته پام وکړي چې ادعا یې کېږي.

خو ښاغلي اپریدي خورا ژر په دې تړاو خپل ټویټري پیغامونه لېرې کړي دي. شاهد اپریدي په خپلو هغو پیغامونو کې چې د دسمبر پر ۲۲ مه یې خپاره کړي، لیکلي و:

''په چین کې د اویغور مسلمانانو له حالته له خبرېدو وروسته سخت خواشینی یم، له لومړي وزیر عمران خانه درخواست دی، چې تاسې چې د امت د اتحاد خبرې کوئ، نو په دې تړاو هم فکر وکړئ او د چین له حکومته غوښتنه ده چې د خدای لپاره په خپل هېواد کې له مسلمانانو سره تبعیضي چلند پرېږدئ. ''

کله چې په دې تړاو له ښاغلي اپریدي سره اړیکه ونیول شوه، نوموړي وویل، نه غواړي په دې تړاو خبرې وکړي.

ښاغلي اپریدي په خپل ټویټر پیغام کې پاکستان کې د چین سفارت هم ښکېل (ټګ) کړی او په غبرګون کې یې د چین د سفارت یوه لوړ پوړي کارکوونکي لیجن چاو پر ټویټر ځواب ورکړی: ''زه فکر کوم، د چین پر ضد د لوېدیځوالو پروپاګند لاره درنه ورکه کړې. ''

دغه چیني چارواکي په خپل پیغام کې زیاته کړې: ''که تاسې غواړئ له نژدې د چین سینکیانګ ایالت ووینئ، موږ مو هرکلي ته چمتو یو. لوېدیځوال چین بدناموي او د مسلمانانو احساسات ځپي. ''

شاهد اپریدي له دې مخکې هم په هېواد کې دننه او نړیوالو مسایلو خپل نظر څرګند کړی دی. نوموړي دا وروستیو کې د پاکستان سند او پنجاب ایالتونو د حالت په اړه خپل نظر څرګند کړی او له دې مخکې یې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر او میانمار کې د اوسېدونکو مسلمانانو په تړاو نظر څرګند کړی دی.

نوموړی اوسمهال د بنګله دېش پریمیر لیګ په لوبو کې د 'ډاکه پلاټون ' استازیتوب کوي او د 'هوپ از ناټ اوټ ' نومي خپل ټولنیز سازمان لپاره هم فعالیتونه کوي.

شاهد اپریدي په ۲۰۱۵ کال کې له یوه ورځنیو او په ۲۰۱۷ کال کې له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه.