تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبر پښتونخوا کې له جمعې راهیسې د ډاکټرانو کاربندیز
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پېښور په ګډون د خیبرپښتونخوا ایالت په ټولو سیمو کې د تېري جمعې له ورځې راهیسې د ډاکټرانو کاربندیز لاهم روان دی او له پرونه راهیسې ګڼو ډاکټرانو په شخصي روغتونونو کې هم د کاربندیز اعلان کړی دی.
په دغه ایالت کې احتجاج کوونکي ډاکټران غوښتنه کوي چې د جمعې ورځې په اخ و ډب کې د دوی نیول شوي ملګري ډاکټران دې خوشي شي او هغه قانون چې په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا ایالتي اسمبلۍ تصویب کړی، بېرته لرې کړل شي.
د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د صحت په څانګه کې د اصلاحاتو په نامه یو نوی قانون راوستی، چې ډاکټران يې مخالف دي.
په پېښور کې د ډاکټرانو د ټولنې مشر ډاکټر سراج الاسلام له بي بي سي سره خبرو کې ایالتي حکومت ګوډاګی حکومت وباله او په خبره يې د اصلاحاتو په نامه دولتي روغتونونه د دولت له کنټروله باسي.
د ډاکټرانو د ټولنې په خبره دوی لاهم په روغتونو کې د عاجلو ناروغانو درملنه کوي، خو د دوی په خبره که ایالتي حکومت د دوی غوښتنې ژر ونه منلې، نو لېرې نه ده چې په روغتونونو کې به د عاجلو ناروغانو له درملنې هم لاس واخلي.
بل پلو د خیبرپښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وايي، احتجاج کوونکي ډاکټران لږ دي او دوی به يې کله هم غوښتنې و نه مني، ځکه چې د ده په خبره دوی له همدې احتجاجه ناوړه ګټه اخلي.
په خیبرپښتونخوا ایالت کې تېره دوره کې هم د اوسني واکمن تحریک انصاف ګوند حکومت و او په ۲۰۱۵م میلادي کال کې يې په روغتیايي څانګه کې د اصلاحاتو په نامه یو قانون تصویب کړی و.
اوس د دغه ایالت ډاکټران پخوانی او اوسنی دواړه قانونه د دولتي روغتونونو د دولت له کنټروله ایستل یادوي او وايي، تر هغه چې دغه دواړه قانونه يې بېرته اخیستي نه وي، د دوی احتجاج به دوام ولري.