تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت: دوه اوونیو کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پيلوو
افغان چارواکي وايي، تر دوو راتلونکو اونیو پورې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته چمتوالی کوي. د افغان سولې بهیر چارو لپاره د دولت وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د دې لپاره د ۱۵ کسیز پلاوي د نومونو پر نهايي کولو غور کوي.
اعلامیه کې ویل شوي، په دغه پلاوي کې به د قطر وروستیو خبرو کې د ګډون کوونکو تر (متخصص او مسلکي) کسان هم شامل وي. د چارواکو په وینا راتلونکو دوو اونیو کې به د پلاوي سفر او خبرو د پیل لپاره چمتوالی وشي.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د سولې چارو کې د دولت وزارت د مخامخ خبرو له پيله مخکې د تاوتریخوالي کموالي هیله کوي.
بل لور ته په دې اړه د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل:
''له امریکایانو سره له توافق وروسته به بین الافغاني توافقات پیلېږي، البته له کابل ادارې سره د حکومت په حیث مذاکرات نه کوو. ''
د سولې چارو لپاره د افغانستان دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وايي، په یوه اروپايي هېواد کې به دا خبرې کېږي.
د افغان طالبانو او امریکايي استازو تر منځ تر اوسه د خبرو اووه پړاوه شوي دي او دغه راز د طالب استازو او افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ هم خبرې شوې دي.
د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ وروستی ځل د قطر پلازمېنه قطر کې خبرې وشوې چې پای کې یې یوه مشترکه اعلامیه کې د تاوتریخوالي پر کمښت، د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو ملاتړ او د بین الافغاني خبرو پر دوام ټینګار شوی و.
دغه راز دا وروستیو کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل کې له افغان چارواکو سره په لیدنو کتنو بوخت و.
ویل کېږي ښاغلی خلیلزاد د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اتم پړاو له پیله مخکې هڅه کوي د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته زمېنه برابره کړي.
له دې مخکې د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې ولسمشر غني د سولې شورا لغوه کړې ده.
خو وروسته ښاغلي صدیقي او ارګ د ټوېټر رسنیو له لارې دا خبره بېرته واخیسته او دواړو سرچینو وویل، چې د دې شورا دارالانشا لغوه شوې ده.
خو خبري غونډه کې نوموړي وویل چې د مشورتي لویې جرګې په وړاندیز د سولې په چارو کې دا وزارت رامنځ ته شوی دی او له دې وروسته به دا وزارت د دې شورا چارې پر مخ بیايي:
"ولسمشر غني د سولې شورا د لغوه کولو فرمان نن صادر کړی. د دې شورا ټول امکانات او مسوولیتونه د سولې چارو کې د دولت وزارت ته سپارل شوي دي".
افغان حکومت دې وروستو کې د ولسمشر غني د دفتر مشر سلام رحیمي په مشرۍ دا وزارت جوړ کړی دی.
د پخواني جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني له مړینې وروسته کریم خلیلي د دې شورا مشر ټاکل شوی دی.
د سولې عالي شورا
د سولې عالي شورا پر ۱۳۸۹ لمریز کال جوړه او د سولې چارو برخه کې یې کرا کوي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د یو شمېر جهادي او سیاسي مشرانو سره دا شورا رامنځ ته کړه.
پر دې سربېره ولسمشر غني تېر پسرلی د مصالحې عالي شورا جوړه کړه چې د افغان دولت په جوړښت کې فعالیت کوي.
د دې شورا غړي هم د حامد کرزي، عبدرب الرسول سیاف، محمد محقق او اسماعیل خان په ګډون جهادي مشران او یو شمېر نور سیاستوال، مهم دولتي چارواکي او د مدني ټولنو غړي او مېرمنې دي.