تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني چارواکو د عمران خان څپلۍ ولې ضبط کړې؟
د پاکستان پولیسو د هغه موچي په کور چاپه وهلې چې ددې هېواد لومړي وزیر عمران خان لپاره یې د مار له پوستکي څپلۍ جوړې کړې وې.
چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا پولیسو د نور الدین کاکا پر کور د چاپې پرمهال د عمران خان لپاره ځانګړې جوړې شوې څپلۍ ضبط کړې دي.
په پېښور کې د زمانې د مشهور کرېکټ کېپتان لپاره څپلۍ جوړوونکي نورالدین کاکا د لومړي وزیر عمران خان لپاره دا ځل د ډالۍ په توګه د مار له پوستکي ځانګړې څپلۍ تیارې کړې دي.
نورالدین کاکا بي بي سي ته وویل چې دا ځل د نعمان په نامه د عمران خان یوه مینه وال هغه ته ویلي چې هغه لومړي وزیر ته یوه ځانګړې ډالۍ ورکول غواړي او په همدې خوښي کي یې د مار یو ډېر ښکلی پوستکی له امریکا لېږلی.
وروسته له دې چې ددغې څپلیو په اړه په رسنیو کې رپوټونه خپاره شوو، په سبا یې د چاپېریال ساتنې محکمې کارکوونکو د نور الدین کاکا له دوکانه د عمران خان لپاره جوړې شوې څپلۍ له ځان سره یوړې او د څپلیو جوړونکي ته حکم شوی چې محکمې ته حاضر شي. که نوموړی دا کار ونه کړي جرمانه کېدای شي.
د پېښور د چاپېریال ساتنې محکمه وايي، نورالدین کاکا یو ډول ممنوع شوي پوستکي د کارونې د خبر له خپرېدو سره دده پر دوکان چاپه وهل شوې او یو ډول ځانګړې څپلۍ پکې موندل شوې دي.
د محکمې چارواکي زیاتوي چې ددې قضې په برخه کې قانوني چارې پیل شوې دي او څپلۍ د ازموینې لپاره کارپوهانو ته استول شوې دي. ددوی له موندنو وروسته به محکمه د نور الدین کاکا په اړه خپله پرېکړه وکړي.
د نورالدین کاکا زوی اسلام الدین ویلي، دوی قصدا کوم ناسم کار نه دی کړی او که شوی هم وي یوه تېروتنه ده او دوی د قانون پریکړې ته غاړه ږدي.
هغه وايي "نه مو مار ښکار کړی، نه مو وژلی او نه مو هم پرې پیسې ورکړي. نعمان نومي کس له امریکا استولی چې کارتن یې لاتر اوسه موږ سره شته. پر هغه ټول جزیات لیکل شوي دي."
د عمران خان لپاره د مار له پوستکي ځانګړې ډالۍ
نور الدین کاکا وړاندې بي بي سي ته ویلي و چې د نعمان په نامه د عمران خان یوه مینه وال هغه ته ویلي چې هغه لومړي وزیر ته یوه ځانګړې ډالۍ ورکول غواړي او په همدې خوښي کي یې د مار یو ډېر ښکلی پوستکی له امریکا ورلېږلی.
هغه ویلي و: "دا ډېرې پستې څپلۍ دي، چې د عمران خان به ګرمي پکې ونه شي. په دغو څپلیو کې چې څومره کار هم وکړي، ستړی به نه شي. زما هیله ده چې دا څپلۍ به زموږ د کپتان ډېرې خوښې شي."
د نورالدین کاکا مشر زوی، سلام الدین بي بي سي ته ویلي و چې دا ځل چې عمران خان ته کومې څپلۍ تیاروي، له پلاره سره یې ځانګړې ډیزاین کړې دي.
"د دغو څپلو ډیزاین ظاهرا د عامو پېښوریو هغو په شان دی، خو پښوکوونکی یې پوهېږي چې دا بېخي مختلفې دي."
هغه زیاته کړې وه دا څپلۍ به د منډې تر کرمیچو سپکې وي، سړی به فکر نه کوي چې څه یې په پښو دي.
د سلام الدین په وینا د دغو څپلیو کار په لاس کېږي او په ټول کې څلور فوټه څرمن پکې کارېږي.
د هغه په خبره، عمران خان ته د دې څپلیو تر ورکړې وروسته به دوی په دې نوم څپلۍ جوړوي.
د دغو څپلیو لګښت به لږ تر لږه څلوېښت زره روپۍ وي.
پاکستان کې د ښامار قانوني حیثیت
پاکستاني کارپوهان وايي عمران خان ته د ښامار له پوستکي څپلۍ جوړېږي.
د هغوی په وینا د کوچینو مارانو له پوستکي هیڅ شی نه جوړېږي، ځکه نو خلک د غټو مارانو پوستکی کاروي چې ښامار هم پکې شامل دی.
د پاکستان تر واک لاندې کشمیر باغ پوهنتون پروفیسر عبدالله حسین ته مو چې د نور الدین کاکا د مار د څرمنې انځور وښود، هغه وویل چې دا د ښامار څرمن ده.
د هغه په وینا د پاکستان په ډېرو سیمو کې ښاماران یا خو بېخي ورک شوي او یا یې شمېر تر خطرناکه حده کم شوی.
دمګړۍ یوازې د کشمیر په بمبر سیمه کې پام وړ ښاماران شته.
د کارپوهانو په وینا یو خو د مارانو ناقانونه ښکار ډېر دی خو نور چاپېریالي لاملونه هم شته چې د ښامارانو شمېر یې راکم کړی.
اسلام اباد کې د چاپېریال ساتنې ادارې په وینا اوس هم د ښامارانو د پوستکو ناقانونه پېر او پلور شته چې په دې وروستیو کې د دوو ښامارانو پوستکي نیول شوي.
دغه اداره وايي د ښامارانو پوستکي له هیواده بهر قاچاق کېږي.
له بلوچستان پرته په پوره پاکستان او پاکستان واکي کشمیر کې د ښامارانو د ورکېدو د خطر له کبله دغه خځنده یو "خوندي ځناور" ګڼل شوی او راکړه ورکړه یې یو مخ بنده ده.
د ښامار پر راکړه ورکړه نړیوال بندیز هم دی.