تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان: د سمندري ځواکونو په ګډون ۱۴ مسافر وژل شوي
له پاکستانه خبرونه وايي، د بلوچستان ایلات ګوادر سیمې اړوند اورماړه کې نا مالومو وسله والو له کوټې نه کراچۍ ته د تلونکو مسافرو بسونه درولي او ۱۴ کسان یې ترې بېولي او وژلي دي.
د پاکستان سمندري ځواکونو ویاند ویلي، په وژل شویو کې د سمندري ځواکونو سرېري هم دي. اټکل دی چې دغه کسان په رخصتۍ وو.
د اورماړې سیمې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، پېښه د پنجشنبې په شپه د هنګول سیمې اړوند بزي پاس سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، په دې سیمه کې نامالومو وسله والو څلور- پنځه بسونه درولي دي، مسافر یې ترې راکوز کړي او د دوی د شناختي کارډونو له کتلو وروسته یې هغوی لیرې بېولي دي.
ځینې رپوټونه وايي، بریدګرو د امنیتي کسانو جامې اغوستې وې او مسافرو ته یې ویل چې ګني دوی امنیتي ځواکونه دي.
د ټولو وژل شویو مړي د اورمړې سیمه ییز روغتون ته وړل شوي.
رپوټونه وايي، له برید وروسته، بریدګر غرنۍ سیمې ته تښتېدلي او هلته اوس د امنیتي ځواکونو له خوا د دوی پراخ لټون روان دی.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤولیت کومې ډلې یا چا نه دی منلی، خو وړاندې د ځینو ورته پېښو مسؤولیت د بلوڅ بېلتونپالو وسله والو ډلو منلی و.
اورماړه کراچۍ ته څېرمه د بلوچستان ساحلي ګوادر سیمې اړوند ولسوالي ده. د سمندرغاړې پر دې لویه لار د کراچۍ او ګوادر ترمنځ هلته موټر چلول کېږي.
د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال د اورمړې دا پېښه غندلې ده، چې په وینا یې په پېښه کې ځینې بهرنۍ کړۍ ښکېلې دي.