تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: وسلوالې ډلې د پاکستان په ګټه نه دي
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له بي بي سي سره تازه مرکه کې وايي، د خپل هېواد د راتلونکي لپاره د وسلوالو ډلو پرضد د هڅو هوډ لري.
د نوموړي په خبره، دا کار د چا د فشار له امله نه کوي، بلکې د خپلو ګټو لپاره یې کوي:
"دا زموږ په ګټه نه ده چې پاکستان کې وسلوالې ډلې وي".
عمران خان دا هم وايي، چې د جیش محمد په ګډون وسلوالې ډلې بې وسلې کوي:
"د دوی مدرسې مو کنټرول کړې، غړي یې تللي. دا د وسلوالو ډلو د بې وسلې کولو سنجیده هڅه ده".
جیش محمد هند واکي کشمر کې د تېرې فرورۍ پر ۱۴ پر لسګونو هندي ځواکونو د موټر بم مسوولیت منلی دی.
له هغه برید وروسته هند د پښتونخوا په بالاکوټ کې هوايي برید وکړ او ویې ویل چې دغه برید کې یې د جیش محمد لسګونه وسلوال وژلي دي.
د دې پېښې په دویمه ورځ د پاکستان او هند هوايي ځواکونو ټکر کې د هند یوه الوتکه وغورځېده، چې ور سره د دواړو هېوادونو اړیکي نور هم خراب شول.
تېرو ورځو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، روانه میاشت هند بیا په دغه هېواد کې د عملیاتو پلان لري.
خو عمران خان په دې مرکه کې وايي، که هند پر پاکستان بیا برید کوي، نو اسلام اباد سره هم له ځواب پرته بله چاره نشته.
نوموړی دا هم وايي، چې د پاکستان او هند حکومتونو لومړیتوب دا دی چې د لوږې ورکولو لپاره کار وکړي:
"د لوږې ورکولو لار دا ده چې په خبرو سره موږ خپلمنځي اختلاف لرې کړو، د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلاف هم پر یو شي دی او هغه هم کشمیر دی".
نوی ډېلي په هندي کشمیر کې تاوتریخوالی د پاکستان د لاسوهنې له امله بولي، خو عمران خان دا تاوتریخوالی د ځايي خلکو غبرګون بولي.