تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: هند غواړي سعودیانو ته د پاکستان ترهګر رول وښیي
هندۍ دی ایشین اېج ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي هند غواړي د پاکستان ترهګر رول د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره مطرح کړي.
په ډیلي کې د سعودي عربستان سفیر هم ویلي چې هند ته د محمد بن سلمان سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو او نورو همکارایو د پراخولو له پاره یو تاریخي فرصت وي.
محمد بن سلمان سبا سې شنبه له پاکستانه، هند ته په لومړني رسمي سفر ورځي او له هندي چارواکو سره به له ترهګرې سره پر مبارزې خبرې وکړي.
برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په عربي نړۍ کې د کورنیو چارو د لومړنۍ ښځینه وزیرې په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي ریاء الحسن چې په لبنان کې د کورنیو چارو د وزیرې په توګه ټاکل شوې خپل ټاکل کېدل د ټولو ښځو له پاره ویاړ بللې دی.
ریا الحسن یوه له هغو څلورو ښځو ده چې د لبنان په نوې کابینې کې وزیرانې دي. تر دې وړاندې ان د ښځو چارو وزارت وزیر هم نارینه و.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یمن کې د سلګونو زرو ماینونو په اړه په یوه مطلب کې لیکي، په دې هېواد کې کرل شوي سلګونه زره ماینونه نه یوازې اوس مهال دغلته د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د پرمختګ مخه نیسي، بلکې کولای شي چې په راتلونکو لسیزو کې د ملکي خلکو ژوند هم وګواښي.
ورځپاڼه لیکي، ایتلافي ځواکونو د دښمن د لیکو د ماتولو په خاطر بې تجربه پوځیان د دغو ماینونو د پاکولو له پاره استولي دي.
ورځپاڼه لیکي نژدي څلور کاله کېږي چې سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد جګړه کې ښکېل شوی، خو اوس سعودي او یمني قومندانان وايي سلګونه زره بې نقشې کرل شوي ماینونه په جګړه کې د دوی د پرمختګ مخه نیسي.
ځینو کارپوهانو یمن کې بې نقشې کرل شوي ماینونه داسې یوه ستونزه بللې چې په وینا یې بوږونکي پایلې به ولري ځکه چې وار دمخه یې ۲۹۰ تنه ملکي وګړي وژلي او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي.
هندوستان ټایمز د هغه تېلېفوني اپ په اړه یو مطلب خپور کړی چې پر مټ یې نارینه کولای شي خپلې ښځې او ښځینه عزیرانې وڅاري. ورځپاڼه لیکي: سعودي عربستان د دغه اپ له کارولو نه دفاع وکړه، خو د بشري حقونو ډلو او یو شمېر امریکايي چارواکو پر هغې کمپنۍ چې دا اپ یې جوړ کړی نېوکې کړي دي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي له دې تېلېفوني اپ نه په ټولنه کې د هرچا د څارلو په خاطر کار اخیستل کېدای شي، لکه ښځې، د پاخه عمر خاوندان او هغه چې د نورو مرستې ته اړتیا لري.
ورځپاڼه لیکي وزارت له دغه اپ نه په دفاع کې ویلي دا اپ په وړیا توګه ځیرکو ټېلېفونونو ته ښکته کېدای شي، او کارونکي یې پر مټ د یو لړ نورو چارو ترڅنګ د پاسپورتونو او ویزو موده هم غځولی شي.