د ارمان لوڼي وژنه؛ د پولیسو مشر وویل لوڼی ووژنئ

ارمان لونی

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د پاکستان بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر ارمان لوڼي له وژل کېدو نږدې دوه میاشتې وروسته د هغه د مرګ رپوټ یا مقدمه درج شوه.

دا رپوټ د لورلايي ښار د پولیسو مرکز کې د عبدالقیوم په نوم د هغه کس له خولې لیکل شوی چې د ارمان لوڼي د وژلو پېښه کې ښکېل و.

عبدالقیوم ویلي چې ارمان لوڼی او څو نور کسان د ۲۰۱۹ کال د فرورۍ په دویمه په تحصیل روډ روان و، چې کله عامه کتابتون یا پبلېک لایبرري ته ورسېدل، نو پولیس هم پسې ورغلل.

"اې اېس پي عطاالرحمان وپوښتل چې تاسو کې ارمان لوڼی څوک دی؟ پېژندلو سره یې ارمان لوڼی بېل کړ".

د ده په خبره، د ارمان لوڼي تر بېلولو وروسته عطاالرحمان پولیسو ته وویل ویې وژنئ:

"پولیس د کلاشینکوپ کونداغ سر ه ورو وواهه، خو اې اېس پي له پولیس شینکوف واخیست او ورته یې وویل، زه وایم چې ویي وژنة".

د رپوټ د متن له مخې عطاالرحمان له پولیس د شینکوف اخیستلو سره خپله ارمان لوڼی سر او خېټې ته وواهه، چې ور سره هغه بې هوشه شو.

ارمان لونی

عبدالقیوم وايي، له بې هوشۍ وروسته پولیسو خپل مشر ته وویل، چې ارمان لوڼی روغتون ته ورسوي، خو مشر یې اجازه نه ور کړه:

"کله چې موږ هغه یوه موټر کې واچاوه، هسپتال ته روان شوو، نو اې اېس پي خپل موټر زمو د ګاډي مخ ته ودراوه".

د عبدالقیبوم په خبره، روغتون ته تر رسېدو څو منټه وروسته ارمان لوڼی مړ شو.

د پولیس د دې تورونو د سپیانوي لپاره بي بي سي له عطاالرحمان سره بیا بیا اړیکه ونیوه، خو هغه ځواب ونه وایه.

له دې مخکې د لورلايي پولیسو دا ډول تورونه رد کړي دي.

د لورلايي پولیسو دا هم ویلي وو، چې پولیسو نه ارمان لوڼی نیولی او نه یې له هغه سره زور زیاتی کړی دی.

ارمان لوڼی په کالج کې د پښتو ژبې استاد و، د انقلابي شاعرۍ له امله پښتون ژغورنه غورځنګ او ملتپالو ځوانانو کې منلی و.

ارمان لونی

د عکس سرچینه، COURTESY KHURSHEED KHAN

د عکس تشریح، ارمان لوڼۍ له خپلې خور وړانګې لوڼۍ سره

له بلې خوا د بلوچستان حکومت یو ځل بیا د نورو ۹۰ ورځو یا دریو میاشتو لپاره دې ایالت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په ورتګ بندیز اوږد کړ.

د غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی عدنان حسین له بي بي سي سره خبرو کې دا بندیز د لومړنیو انساني حقونو خلاف بولي.

د هغه په خبره، کله چې منظور پښتین دوه ورځې وړاندې په لورلايي کې د جلسې کولو اعلان وکړ، نو بیا دا بندیز اوږد شو.