د مشال خان د وژنې په جرم دوه کسان محکوم شوي

مشال

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د عکس تشریح، مشال خان مذهب ته د سپکاوي په تور وژل شوی و
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پېښور د ترهګرۍ ضد محکمې پر مشال خان د تشدد او وژنې قضیه کې دوه کسان په عمر بند محکوم کړي او دوه نور يې خوشي کړي دي.

په دغه پرېکړه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځايي کونسلر محمد عارف او اسد کاټلنګ په عمر بند سزا محکوم شوي او د صابر مایار او اظهارالله په نامه دوه کسان يې خوشي کړي دي.

یاد څلور واړه کسان لومړی له پولیسو پټ وو، خو وروسته پولیسو ونیول چې تر هغه وروسته تېر کال په جون میاشت د دوی پر ضد د ترهګرۍ ضد محکمه قضیه پېل او نن يې پرېکړه واوروله.

د مشال خان پلار اقبال لالا تردې پرېکړې وروسته له بي بي سي سره خبرو کې وویل، لا هم ورته پوره انصاف نه دی ورکړل شوی.

"موږ ته نیم انصاف ملاو شو، خو پوره انصاف لاهم نه دی ملاو شوی".

د اقبال لالا په خبره خپله مبارزه به همغسې روانه ساتي.

مشال خان د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالیزم د څانګې زدکوونکی و، چې دوه کاله وړاندې د همدې پوهنتون لوستونکو په دې تور په وهلو ډبلو وواژه، چې 'د اسلام پېغمبر ته یې سپکاوی کړی دی'.

هغه تور چې وروسته د حکومت لخوا جوړې شوې پلټونکې کومېټې رد کړ او مشال خان يې بې ګناه وباله.

د مشال خان پلار وايي، په دې موده کې يې ډېرې سختې ګاللې او د زوی لپاره يې د انصاف غوښتنه کړې. د هغه په خبره هڅه يې دا ده چې په دې سیمه کې نور دده د زوی په څېر بې ګناه کسان ونه وژل شي.

د مشال خان د وژنې ضد احتجاج

د عکس سرچینه، AFP

"زما زوی مشال خان خو اوس په هیڅ صورت نشي راتلی، خو لږ تر لږه نور زلمي باید له مرګه وژغورل شي او بې ګناه په داسې تورونو ونه وژل شي".

د مشال خان په وژنه کې ټول شاوخوا ۶۱ کسان تورن شوي وو، چې ۵۷ يې پخوا نیول شوي او یاد څلور کسان وروسته پاکستانیو پولیسو ونیول.

په ۵۷ نیول شویو کسانو کې عمران د مرګ په سزا محکوم شوی و.

مشال
د عکس تشریح، د مشال خان پر قبر څادر وغوړېدو، خو ویل کیږي لا یې هم له ویرې پر قبر پیره کیږي.

پنځه نور تورن کسان په پنځويشت - پنځویشت کاله بند، پنځويشت تورن کسان يې په څلورـ څلور کاله بند او شپږویشت نور يې خوشي کړي وو.

وروسته بیا هم ۲۵هغه کسان چې په څلورـ څلورکاله بند محکوم شوي وو، د پېښور لوړې محکمې په ضمانت خوشي کړل.