د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ چا نیولې وه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, محمد زبیر خان
- دنده, خبریال
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې نیول شوې ټولنیزه فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ اسماعیل خوشې شوه.
کوټه کې د غورځنګ د غړي ارمان لوڼي د وژنې اعتراض کې د سې شنبې په ورځ( د پرورۍ ۵) اسلام اباد کې د مظاهرې پر مهال ګلالۍ او ځینې نور کسان نیول شوي وو.
ګلالۍ تر خوشي کېدو وروسته بي بي سي ته وویل، نیول کېدو پسې یې د شپې د ښځو تاڼې ته بوتله:
"د سهار نهه بجې یې د هغې سره نږدې د ښځو بلې وداني ته بوتلم، درې څلور ګړۍ دلته وم، بیا یې ابپاره تاڼې سره څلور ګړۍ ساتلې وم".
نوموړې زیاتوي کله یې چې چارواکي وپوښتل، چرته یې وړي او ولې یې محکمې ته نه بوځي؟:
"هغوی ځواب را کړ چې له پاسه څه حکم کېږي موږ هغه کوو".
ګلالۍ اسماعیل زیاتوي، د شپې لس بجې یې د ایډیاله جېل دروازې ته ورسوله:
"ما ورته وویل تاسو داسې نشی کولی، له وارنټ پرته مې جیل ته نشی اچولی، هلته یې له یوه نیمې تر دوو ګړیو ساتلې وم، ما فکر کاوه څه پلان جوړوي، خو وروسته یې راته وویل، چې د عمرخان په مداخلت خوشې کېږي".

د عکس سرچینه، Twitter
ګلالۍ وايي، اسلام اباد کې خپل کور ته رسېدلې ده:
"نړیوالو رسنیو کې خبرونه او خواله رسنیو کې احتجاج سره خوشې شوم، که نه مالومه نه وه چې هغوی زما سره څه کول؟"
د ګلالۍ پلار پوهاند اسماعیل او خور یې شغله اسماعیل بي بي سي ته وویل، چې ګلالۍ کور ته رسېدلې ده.
له دې مخکې د ګلالۍ اسماعیل وکیل رحیم وزیر له مرستیال کمېشنر حمزه شفاعت سره له لیدلو وروسته بي بي سي ته وویل چې مرستیال کمېشنر ورته ویلي:
"ګلالۍ ته اندېښنه مه کوئ، اسلام اباد کې ده، خوندي ده او له قانون سره سم چلن به ور سره کېږي".
فکر کېږي چې ګلالۍ اسماعیل د سې شنبې په ورځ ورځ اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مظاهرې پر مهال نیول شوې، ځکه دې غورځنګ او خپلوانو یې ویل چې ورکه شوې ده.
اسلام اباد کې پولیسو ویل چې ګلالۍ اسماعیل اډیاله جېل ته رسول شوې، خو د جېل چارواکو بي بي سي ته وویل، چې هلته نه ده ور وړل شوې.

ګلالۍ اسماعیل د تېر اکتوبر پر ۱۲ هم له بريتانيا د ستنېدو پر مهال د پاکستان پلټنو فدرالي ادارې د اسلام اباد هوايې ډګر کې نيولې وه.
نوموړې د دغې ادارې په مرکزي دفتر کې له نږدې دوه ساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته د چارواکو په وینا د شخصي ضمانت بدل کې خوشي شوه.








