پښتونخوا: مړه چرګان د خوړ اوبو ته غورځول شوي

    • Author, اظهارالله
    • دنده, بي بي سي/پښتونخواه

''موږ داسې وسایل او لارې چارې نه لرو، چې مړه چرګان بل ځای ته ورسوو، ځکه یې د اوبو خوړ ته غورځوو. ''

دا د پښتونخوا مردان سیمې د خوړو معیار څارنې ادارې یا فوډ اتهارټي یوه چارواکي صابرعلي څرګندونې دي، چې پرون یې د ادارې کارکونکو نیول شوي مړه چرګان د رڼو اوبو په یوه خوړ کې اوبو ته غورځولي وو.

د خوړ اوبو کې د مړو چرګانو غورځولو دغې پېښې ته د سیمې اوسېدونکو پر خواله رسنیو خورا توند غبرګونونه څرګند کړي دي.

صابرعلي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی ته خبر ورکړل شوی و، چې ځینې کسان په یوه موټر کې مړه چرګان لېږدوي او د دوی کسانو دغه چرګان له نیولو وروسته د روانو اوبو یوه خوړ ته وغورځول.

پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د فوډ اتهارټي چارواکي د خوړ پر غاړه ولاړ دي او مړه چرګان اوبو ته غورځول کېږي. د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلا بېلو سیمو کې د دغې ادارې څانګې شته، چې د خوراکي موادو معیار څاري او کنترولوي.

بل لور ته د خیبر پښتونخوا حلالو خوړو معیار کنټرول ادارې تخنیکي څانګې مشر ډاکټر عبدالستار بي بي سي ته وویل، د مردان فوډ اتهارټي چارواکو کړنه غیر معیاري چاره ده او نه یوازې چاپیریال ته زیان اړوي، بلکې د سیمې اوسېدونکو روغتیا ته هم زیان اړوي.

نوموړی وايي، دغه چارواکي اجازه نه لري، چې مړه څاروي یا مرغان اوبو ته واچوي، بلکې د دې پر ځای یې باید یوه مناسب ځای کې په خاورو کې خښ کړي. نوموړی وايي، د مړو چرګانو یا نورو غیر معیاري خوړو خښولو ځای هم باید د خلکو اوسېدو له سیمې لرې وي.

پر خواله رسنیو یو شمېر کارونکو د چارواکو پر دغه کړنه د طنز په ژبه سختې نیوکې کړې. یوه کاروونکي لیکلي، دا داسې ده لکه سړی نیکې وکړي او په سیند یې لاهو کړي. ځینې نورو بیا له حکومته غوښتي چې د دغو کارکونکو روزنه وکړي چې د خلکو روغتیا ته د ګټې رسولو پر ځای د زیان لامل نه شي.