پېښور کې د افغان کډوالو کرېکټ سیالۍ

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

لومړی ځل د افغان کرېکټ لیګ په نامه د پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د مېشتو افغان کډوالو تر منځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې دي.

دغو سیالیو کې لس لوبډلې برخه اخلي، چې ټول لوبغاړي یې افغان کډوال دي. د دغو سیالیو ډېرو ګډونوالو عمرونه تر ۱۹ کلنۍ کم دي.

د کډوالو کرېکت لیګ لومړۍ سیالۍ د پېښور په مشهور ارباب نیاز لوبغالي کې او وروستۍ لوبې یې له زندۍ کمپ سره نژدې لوبو ډګر کې کېږي.

د پېښور، چارسدې او هریپور لوبډلو تر اوسه پورې نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده.

د دغو لوبډلو روزونکي د سیالیو ګډونوالو راتلونکي ته هیله من دي. یوه روزونکي محمد نصیب موسی خېل بي بي سي ته وویل:

''هیله من یوو چې دغه لوبغاړي به هم د نورو مخکښو لوبغاړو په څېر دلته له ځلېدو وروسته هېواد ته ځي او هلته به د هېواد لپاره ویاړونه راوړي. ''

د کډوالو دغو سیالیو پایلوبه به د راتلونکې دوشنبې پر ورځ کېږي.