افراسیاب خټک او بشرا ګوهر له "اې اېن پي" و ایستل شول

د عکس سرچینه، Getty Images / Twitter
پښتون ملتپاله سیاسي ګوند "عوامي نشنل پارټۍ" خپل دوه مهم مشران، افراسیاب خټک او بشرا ګوهر له ګونده ایستلي دي.
افراسیاب خټک د عوامي نشنل ګوند یا "اې اېن پي" په جګپوړو مشرانو کې حسابېده، او اغلې بشرا ګوهر د دې ګوند مرکزي مرستیاله مشره وه.
د عوامي نشنل ګوند په اعلامیه کې راغلي، دواړه مشران له دې کبله له ګونده ایستل شوي چې د پارټۍ پر ضد یې هلې ځلې کولې او د ګوند د غړو ترمنځ یې ګډوډي رامنځته کوله، او په دې توګه یې په ټوله کې ګوند ته تاوان رساوه.
په اعلامیه کې ویل شوي، د ګوند لخوا څو څو ځله دې دواړو مشرانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې له خپلو "ګوند ضد" هلو ځلو او څرګندونو لاس پر سر شي.
پخپله افراسیاب خټک ظاهراً د همدې پرېکړې په غبرګون کې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي، سیاسي کسان په نا انصافۍ سره له ګوندونو ایستل کېدلای شي، خو له سیاسته یې څوک نشي ایستلی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ښاغلي خټک لیکلي، د ظلم او ناخوالو پر ضد به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. نوموړي له خپلو ملګرو مننه کړې چې په دې شېبه کې یې ترڅنګ ولاړ دي.
بل لورته د عوامي نشنل ګوند خبرپاڼه وایي، له افراسیاب خټګ او بشرا ګوهر نه یې پر خواله رسنیو د هغوی د هلو ځلو په اړه سپیناوی غوښتی و، خو د دوی ځوابونه د ګوند د مرکزي کونسل یا شورا لپاره د قناعت وړ نه وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
له همدې کبله د "اې اېن پي" عمومي مشر اسفندیار ولي خان پرېکړه وکړه چې د دواړو مشرانو غړیتوب لغوه کړي، او د ګوند مرکزي دفتر، یعنی باچا خان مرکز له ګونده د دوی د ایستلو اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې راغلي، افراسیاب خټک او بشرا ګوهر پر خواله رسنیو داسې څرګندونې کولې چې ورسره د ګوند د نورو غړو فکر ګډوډ شوی و او یو شمېر پوښتنې را پورته شوې وې.
د "اې اېن پي" په اعلامیه کې دا سپیناوی نه دی شوی چې پر خواله رسنیو د دې مشرانو کومې څرګندونې یا کړنې ګوند ته د منلو نه وې.

د عکس سرچینه، MOHSIN DAWAR TWITTER
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن دوړ بي بي سي ته وویل، افراسیاب خټګ او بشرا ګوهر تل د دې غورځنګ د غوښتونو ملاتړ کړی او پر خواله رسنیو یې تل دا ملاتړ په ډاګه ښودلی.
ښاغلی دوړ وایي، پښتون ژغورنې غورځنګ سره خواخوږي او د دې غورځنګ د ملاتړ له کبله افراسیاب خټګ او بشرا ګوهر له عوامي نشل ګونده ایستل شوي دي.
د هغه په وینا، د وطن ستونزې د ټولو سیاسي ګوندونو کار کوونکو ته روښانه دي، او هر سیاسي فعال اوس په دې اړه فکر کوي، خو پخپله سیاسي ګوندونه بیا د قبایلو او نورو پښتنو سیمو پر ستونزو چوپه خوله دي او د سیاسي ګټو لپاره سپینه خبره نه کوي.
بشرا ګوهر تر دې دمه له "اې اېن پي" ګونده د ایستل کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
خو د دواړو مشرانو خواخوږو او ملاتړو د عوامي نشنل ګوند دا پرېکړه غندلې ده او تور یې پرې لګولی چې د سیاسي ګټو لپاره یې خپل دوه مهم مشران قرباني کړل.
د ګوند یوې مرکزي سکرترې جمیله ګېلاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له اې اېن پي ګونده د ښاغلي افراسیاب خټک او اغلې بشرا ګوهر د ایستل کېدو پر ضد د احتجاج په توګه له خپلې دندې لاس پر سر شوې.









